د عراق له حویجه پر ښا شوي اورپکي چېرې تللي؟
د خپرېدو وخت
د عراق حویجه ښارګوټی د داعش اورپکو له منګولو خلاص شوی، خو پوښټنه د اورپکو په اړه ده چې چېرې تللي، بي بي سي یې د ځينو څرک لګولی. د عراق پوځ د شيعه ملېشو په ملتيا، د اسلامي دولت نومې ډلي اورپکي له حويجه ښاره په شا تمبولي، چې دې هېواد کې د داعش منګولو کې له دوو ورستيو پاتې شوو مورچلو دی.
د پوځي عملياتو له پيله زرګونه ملکیان له دې ښارګوټي تښتېدلي، چې سلګونه داسې کسان هم په کې دي چې فکر کېږي، د داعش جنګيالي وي. دوی د عراق شمال کې کرکوک ته رسېدلي، چې بي بي سي هم هلته ورسره خبرې کړې دي.