د عراق لومړی وزیر: ځواکونه مو د کوردانو پر وړاندې مورچل نه دی نیولی
د خپرېدو وخت
د عراق لومړي وزير دا خبره رد کړې، چې ځواکونو يې د کوردانو پر وړاندې مورچل نيسي، خو له کرکوک سره څېرمه حکومتي ځواکونه په غونډېدو دي، د عراق کورستان بيا خپل ځواکونه وراستولي.
د عراق کوردستان کې چارواکو له داسې راپورونو وروسته د کرکوک چاپېر نور زرګونه ځواکونه ځای پر ځای کړي چې وايي بغداد يې ښايي پر وړاندې د يوه يرغل پيلولو پلان جوړ کړی وي.
د عراق لومړي وزير بيا پرون دا خبره رد کړه چې پوځ یې دې ګنې پر کرکوک د برید تابيا لري، داسې حال کې چې د عراقي پوځ کتار د دغه ښار پر لور وروان و. تېره مياشت د عراق کوردانو يوه ټولپوښتنه کې د خپلواکۍ رايه ورکړه، چې بغداد وايي و ناقانونه کار و.