سعودی له القاعدې سره د همکارۍ په تور ۱۳ کاله بندي شو

د عکس سرچینه، Reuters
په امریکا کې یوې پوځي محکمې د سعودي عربستان یو وګړی پر یوه فرانسوي ټانکر د القاعدې برید کې د همکارۍ په تور په دیارلس کاله بند محکوم کړی دی.
احمد محمد هزاع آل الدربي، چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې ګوانتانامو زندان کې دی، پنځلس کاله وړاندې د یمن سمندرغاړې ته څېرمه د فرانسې د تېلو پر یوه ټانکر له القاعدې شکبې سره د همکارۍ په تور محکوم شوی دی.
ښاغلی الدربي دا مهال ۴۲ کلن دی. هغه په ۲۰۱۴ کال پرې لګول شوي تورونه ومنل.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، ښاغلی الدربي منلې چې د امریکا له دولت سره به همکاري کوي.
احمد محمد هزاع آل الدربي دا هم نلي چې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۲ کلونو کې یې هرمز تنګي کې د تېلو لږترلږه یوه ټانکر د ډوبولو کې د القاعدې له عملیاتو سره همکاري کړې ده.
الدربي په ۲۰۰۲ کال اذربایجان کې تر نیول کېدا وروسته امریکا ته ولېږدول شو.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د سعودي عربستان یو بل وګړی دا مهال محکمه کې له ځان نه د دفاع کولو درشل کې دی. پر هغه هم پر یو اېس اېس کول بېړۍ بمي برید کې د لاس لرلو تور لګول شوی.


















