د عراق حکومتي ځواکونه د کرکوک مرکز ته ننوتل

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په کورواک کوردستان کې د خپلواکۍ له ټولپوښتنې وروسته دا جګړه کېږي.
د خپرېدو وخت

په عراق کې حکومتي ځواکونه د کرکوک په ځنډو کې د مهمو ځایونو له نیولو وروسته دغه ښار ته ننوتل او د معلوماتو له مخې کورد ځواکونه تښتي.

د عراق دغه مهم ښار په دې وروستیو کې د کورد وسلوالو په ولکه و.

د عراقي پوځ له پرمختګ مخکې په لکونو خلک له دې ښار ووتل.

حکومت وايي، پر یوې پوځې اډې، باباګروګر تېل او ګاز زېرمو او د تېلو حکومتي کمپنۍ یې ولکه کړې ده.

بغداد وايي، پېشمرګو له جګړې پرته دا سیمه پرېښودلې، خو د کرکوک سوېلي سیمو کې د نښتو خبرونه ور کړل شوي دي.

دا جګړه په کوردستان کې د تېر سپټمبر پر ۲۵ د خپلواکۍ له ټولپوښتنې وروسته پیلېږي.

په سیمه کې روغتیايي سرچینې وايي، نږدې لس کسان په دې عملیاتو کې وژل شوي دي.

د عراق لومړي وزیر دا ټولپوښتنه بې قانونه بللې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له دې تاوتریخوالي سخت اندېښمن دي او د کمولو لپاره په عراق کې له ټولو ښکېلو اړخونو سره اړیکه کې دي.

عراقی حکومت څه غواړي؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پوځ د تېلو پر مهمو زېرمو ولکه کړې ده.

د عراق لومړی وزیر حیدر عبادي وايي، په کرکوک کې جګړه د هېواد د یووالي لپاره ضروري وه، ځکه له ټولپوښتنې وروسته یې د وېش وېره وه.

نوموړی په یوه بیان کې له ټولو وګړو غواړي چې د حکومتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

عراقي چارواکي وايي، د دې عملیاتو موخه په دې لانجمن ښار کې له ټولپوښټنې وروسته د امنیت ټینګول دي.

په دې عملیاتو کې شیعه ملېشې هم برخه لري چې ایران یې ملاتړ کوي او غواړي چې د تېلو په زېرمو بډای ښار ولکه وکړي.

د کوردستان ځايي امنیتي اداره پر بغداد تور لګوي چې پر دوی یې برید کړی.

دوی دا هم وايي، چې پېشمرګه ځواکونه به د کوردستان او د دې سیمې د خلکو دفاع وکړي.

دوی پنځه امریکايي جوړ هموی زغرګاډي هم له منځه وړي دي.

ودانیو ته اور اچول

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پېشمرګه وايي، له خپلو خلکو به دفاع کوي.

د پېشمرګو یو ویاند بهزاد احمد له اې پي خبري اژانس ته ویلي چې حکومتي ځواکونو څو ودانیو ته اور واچاوه او ځینې کسان یې ووژل.

دوی دا هم وايي، چې ځواکونه یې هڅه کوي اربیل او سلیمانیه ته له کرکوک تللې لارې وتړي.

په کورواک کوردستان کې خبري سرچینې وايي، د پېشمرګو د ځواکمنولو لپاره له اربیل څخه ډېر ځواکونه کرکوک ته لېږدول شوي دي.

کرکوک ښار چې د عراق د کورواک کوردستان برخه نه دی، پر ۲۰۱۴ کال د اسلامي دولت له ماتولو وروسته پېشمرګو ونیو.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، عراقي ځواکونه د کوردستان د مشر مسعود بارزاني انځور لرې کوي.