عاصم سعید: د پاکستان استخباراتي کسانو سخت وهلی ټکولی یم

د عکس سرچینه، .
یو پاکستاني لیکوال چې خپل هېواد کې بې درکه شوی و، اوس برتانیا کې د پناه غوښتنه کړې او تور یې پورې کړی، چې پاکستان کې یوې څارګرې ادارې وهلی ټکولی دی.
عاصم سعید د پنځو لبرال لیکوالو له ډلې یو و، چې جنورۍ کې تښتول شوي وو او څو اونۍ وروسته خوشی شوی و.
پاکستاني پوځ څو ځلې ویلي، چې دغه قضیه کې دوی هېڅ ډول رول نه درلود.
ښاغلي سعید بي بي سي سره خبرو کې ویلي، له تښتول کېدو مخکې د 'موچي ' په نوم یوې فېسبوک پاڼه کې برخه درلوده، چې پر پاکستاني پوځ نیوکې په کې کېدې، ځکه په وینا یې: د پاکستان له لومړۍ ورځې دوی پر موږ مستقیم یا غیر مستقیم حکومت کوي.
پاکستاني پوځ د دغه هېواد د ۷۰ کلن تاریخ اوږدو کې له نیمايي ډېر وخت پر دغه هېواد واکمني کړې.
سعید په سنګاپور کې دنده لرله، خو په وینا یې کله چې د ورور په واده کې د ګډون لپاره د ۲۰۱۷ کال جنورۍ کې پاکستان ته ورسېد په ملکي کالیو کې یو شمېر سړي کور ته ورغلل او په موټر کې له ځان سره یووړ. سعید وايي هغوی پوښتنه وکړه، پوهېږې ولې مو بوتلې؟
ځواب مې ورکړ، نه پوهېږم!
هغه په څپېړو ووهلم او وروسته یې راته وویل، راځه د موچي په اړه به وغږیږو. سعید بي بي سي ته وویل، له ( مذهبي ترهګرو) سره یو ځای په یوه توقیف ځای کې له بندي کولو مخکې نوموړي ته امر وشو، چې د برېښنالیک او ټیلیفون پاسورډونه هغوی ته ورکړي.
د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون رپوټ کې ویل شوي، د ۲۰۱۶ کال اوږدو کې دغه هېواد کې په زوره ۷۲۸ کسان (ورک) شوي دي.
پر پاکستاني استخباراتو تور دی، چې مدني فعالان، توکمپالان او هغه کسان چې سوله والو ډلو سره پرې د اړیکو شکونه کېږي، د دوی لخوا محکمو ته له حاضرولو پرته ورک کړل شوي دي.
پاکستاني چارواکو څو ځله ویلي، چې پر امنیتي ادارو د خلکو بې درکه کولو بې بنسټه تورونه پورې شوي او د بې درکه کسانو شمېر کې مبالغه کېږي.

د عکس سرچینه، ARIF ALI/AFP/GETTY IMAGES
ښاغلي سعید ادعا کړې، چې د پوستکي په پټه وهل کېده:
''یاد مې نه دي، چې څه وشول، وغورځېدم او یوه سړي مې پر څټ پښه کېښودله، بل وهلم او وهلم یې او وهلم یې. د ملا او ولیو د پوستکي رنګ مې تک شین اوښتی و. ''
هغه وايي په یوه بل توقیف ځای کې چې د ده په باور پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې و، د دروغ معلومولو معاینات یې وشول او بیا بیا ورنه پوښتنه کېده، چې د هندي استخباراتو ادارې (را) سره یې څه ډول اړیکه ده او له هغوی یې څومره پېسې اخیستې دي.
نوموړی له بهرنیو څارګرو ادارو سره هر ډول اړیکه ردوي او وايي، هغو کسانو چې له ده یې پوښتنې ګروېږنې کولې، له ده همدا پوښتل چې ولې پر پوځ نیوکې کوي.
د ۲۰۱۷ کال مې کې د بشري حقونو څار ادارې اندېښنه څرګنده کړه، چې ګواکې پاکستان کې 'حکومت د بنسټیزو حقونو په بیه پر انټرنېټ د مخالفت له منځه وړي. ' داسې مهال چې د بې درکه لیکوالو د ځای ځایګي معلومولو لپاره پر پاکستاني حکومت فشار په ډېرېدو و ښي اړخه ملایانو او ټلویزیوني خبریالانو پاکستان کې یو کمپاین پیل کړ او پر دغو کسانو یې د کفر تورونه پورې کړل.
مذهب ته سپکاوی پاکستان کې داسې جرم بلل کېږي، چې د قانون له مخې یې سزا اعدام کېدای شي. ځینې دغسې کسان چې مذهب ته پرې د سپکاوي تور پورې شوی دی، پاکستان کې د قهریدلو لاریونیانو لخوا وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، AAMIR QURESHI/AFP/GETTY IMAGES
عاصم سعید څو اونۍ وروسته خوشی شو او کور ته له رسېدو وروسته ورته معلومه شوه، چې مذهب ته په سپکاوي تورن شوی، خو نوموړي بي بي سي سره خبرو کې ویلي، داسې هېڅ خبره یې نه ده کړې او نه یې داسې څه لیکلي، چې مذهب ته په کې سپکاوی شوی وي.
د نوموړي په وینا: دا تور ځکه پر موږ لګول شوی و، چې فشار راباندې ډېر کړي، چې موږ او کورنۍ مو وګواښي. سعید له خوشي کېدو وروسته سنګاپور ته ستون شو او په سپتمبر کې د ملګرو لیدو لپاره برتانیا ته ورسېد.
نوموړی وايي سنګاپور کاري ویزا ورکړې او داسې هېڅ باور نه شته، چې د دندې له پرېښوولو وروسته به هم هلته د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي او که پاکستان ته ستنېږي، ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.
پر دې سربېره هم ښاغلی سعید پر خپلو فعالیتونو پشیمان نه دی او بي بي سي ته یې ویلي: خلک باید ودرېږي.


















