''د عمر خالد خراساني وژل کېدل نه دي تایید شوي''

عمر خالد خراساني

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مخکې رپوټونه وو، چې عمر خالد خراسانی کورمې ته نژدې ډرون برید کې وژل شوی دی
د خپرېدو وخت

د پاکستاني طالبانو یوې بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار تېره شپه یو پیغام خپور کړی، چې ادعا کوی د دوی د مشر عمر خالد خراساني دی.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال هارون رشید وايي، په دغه پیغام کې د تېرې یکشنبې ورځې یادوونه شوې او پیغام کې د پاکستاني طالبانو دره ادم خېل د مشر خلیفه عمر منصور پر مړینه په کې خواشیني څرګنده شوې ده.

د بي بي سي خبریال وايي، داسې ښکاري دغه پیغام سره دغه ډله غواړي ثابته کړې، چې مشر یې لږ تر لږه تېرې یکشنبې پورې ژوندی و.

مخکې داسې رپوټونه وو، چې عمر خالد خراسانی کورمې ایجنسۍ قبایلي سیمې ته نژدې ډرون برید کې وژل شوی دی.

د جماعت الاحرار ډلې یوه ویاند اسد منصور ویلي و، چې عمر خالد د امریکايي پوځ یوه برید کې له نهوو نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

د عمر خالد خراساني په نامه د پیغام له خپرېدو یوه ورځ مخکې د پاکستان دفاع وزارت سکرتر ضمیر الحسن د دغه هېواد د پارلمان دفاعي کمېټۍ ته ویلي و، د جماعت الاحرار نومې وسله والې ډلې د مشر عمر خالد خراساني وژل کېدل نه دي تایید شوي.

د پاکستان دفاع وزارت سکرتر وايي، هغه تصویر چې د خالد خراساني په نامه رسنیو کې خپور شوی دی، د طارق ګیدړ ډلې د مشر عمر نري دی، چې مخکې یوه ډرون برید کې وژل شوی و.

عمر خالد خراسانی د جماعت الاحرار مشر و او په پاکستان کې یې د څو چاودنو مسوولیت منلی و.

د بي بي سي خبریال فرحت جاوید په خپل رپوټ کې د پاکستان دفاع سکرتر له قوله وايي:

''زموږ خپلو سرچینو هم د خراساني وژل کېدل نه دي تایید کړي ''

د خراساني د وژل کېدو خبر په داسې مهال دی چې د اکتوبر وروستیو کې قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ سره نږدې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په دریو بریدونو کې له ۳۰ ډېر وسلوال وژل شوي دي.

خو د پاکستان دفاع وزارت سکرتر وايي، دا وروستیو کې پاکستان کې کوم ډرون برید نه دی شوی.

د عمر خالد خراساني په نامه خپاره شوي پیغام کې د ادم خېل درې د قومندان پر مړینه خواخوږي څرګنده شوې او ویل شوي دي، چې دښمنان یې باید یاد وساتي، چې دغه ډول 'شهادتونه ' به د دوی پر مورال اغېز و نه کړي.

د پیغام پای کې د ۲۰۱۷ کال اکتوبر ۲۲ یکشنبې ورځ یادوونه شوې.

عمر خالد خراسانی چې اصلي نوم یې عبد الولي و په ۲۰۱۵ کال کې د ناټو ځواکونو په یوه هوايي برید کې سخت ټپي شوی و.

احسان الله احسان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دغې ډلې ویاند احسان الله احسان د یوې هوکړې له مخې له پاکستاني پوځ سره یوځای شوی دی.

دغې ډلې کوټه کې د یوې چاودنې مسوولیت منلی و، چې ۷۴ کسان په کې وژل شوي وو او دغه راز د پاکستان پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور یوه پارک کې تېر کال یوې بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي وو، چې ۲۹ ماشومان هم په کې شامل وو او دغې ډلې ویلي و، هغه برید دوی کړی و.

د عمر خراساني وژل کېدو په تړاو له دې مخکې هم ناتایید شوي رپوټونه خپاره شوي وو.

جماعت الاحرار له قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ فعالیت پیل کړی و او یو مهال یې ځان د پاکستاني طالبانو برخه هم باله. دا وروستیو کې د دغې ډلې ویاند احسان الله احسان د یوې هوکړې له مخې له پاکستاني پوځ سره یوځای شوی دی.