د کورديو او عراقيو ځواکونو ترمنځ تاوتريخوالي د يوې بلې کورنۍ جګړې وېرې زياتې کړې دي

د ویډیو تشریح، د کورديو او عراقيو ځواکونو ترمنځ تاوتريخوالي د يوې بلې کورنۍ جګړې وېرې زياتې کړې دي.
د خپرېدو وخت

يوه مياشت وروسته له هغه چې کوردانو له عراقه د خپلواکۍ رايه ورکړه، د کورديو او عراقيو ځواکونو ترمنځ تاوتريخوالي د يوې بلې کورنۍ جګړې وېرې زياتې کړې دي.

يوه مياشت وروسته له هغه چې د عراق کوردستان له بغداده د بېلتون او خپلواکۍ ووټ او رايه ورکړه، کوردي چارواکي خبرداری ورکوي، که د زياتېدونکې ترينګلتيا مخنيوي لپاره خبرې ونه شي، نو د وينې تويونې يو پرله پسې بهير پيلېدی شي، د کورديو ځواکونو او د عراق پوځ ترمنځ نښتو کې له وړاندې د ملکيانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي، چې د يوې بلې کورنۍ جګړې د پيل وېرې هم ورسره زياتې شوې دي.