''پسونه د انسانانو څېرې پېژني''

پسونه

د عکس سرچینه، SPL

د عکس تشریح، څېړنه کې اته پسونه کاروول شوي
د خپرېدو وخت

یوې نوې څېړنه کې معلومه شوې، چې پسونه د انسانانو د څېرو پېژندلو وړتیا لري. د کیمبرج پوهنتون څېړونکو پسونو ته د څېرو پېژندلو روزنه ورکړې او د مشهورو شخصیتونو لکه باراک اوباما، ایما واټسن، جک جیلنهال او بي بي سي نیوز فیونا بروس څېرې یې ور پېژندلې.

له روزنې وروسته پسونو د ګڼو نا پېژندلو څېرو په منځ کې ډېری مهال پېژندل شوې څېرې معلومې کړې. ماهرین وايي دې سره معلومه شوه، چې پسونه د اسنانانو او بېزوګانو په څېر د څېرو پېژندلو وړتیا لري.

له دې مخکې په یوه بله څېړنه کې ویل شوي وو، چې پسونه د خپلو ملګرو پسونو او هغه انسانانو څېرې پېژني، چې دوی ساتي.

دغه څېړنه په 'اوپن بیالوژي ' نومې مجلې کې خپره شوې او مشره یې جیني مارټن وايي: موږ څېړنه کې هڅه وکړه، معلومه کړو، چې ایا پسونه د تصویرونو له مخې څوک پېژندلای شي که نه؟

څېړنه کې د پسونو 'ویلش ماونټین ' پسونو ته په ناپېژاندو څېرو کې د څلورو مشهورو شخصیتونو د څېرو پېژندلو روزنه ورکړل شوې ده. له روزنې وروسته ماهرینو هڅه کړې معلومه کړې، چې ایا پسونه له بلې زاویې هم د پېژندل شوي کس تصویر پېژني که نه.

پسونه

د عکس سرچینه، .

ماهرین وايي د پسونو وړتیا له هغه ډېره وه، چې تمه یې کېده. وروسته ماهرینو هڅه وکړه معلومه کړي، چې ایا پسونه خپل پالونکي پېژني که نه او ویل کېږي پسونو دې برخه کې هم روزونکي نه دي مایوس کړي.

څېړونکي وايي، دا به جالبه وي، چې معلومه شي ایا پسونه پر انساني څېرو رابرسېره کېدونکي احساساتي حالتونه هم پېژني که نه. ماهرین دا هم وايي دې څېړنې سره به د اعصابو ناتوانۍ لکه پارکنسن یا هټنګټن په څېر ناروغیو درملنه کې هم مرسته وشي.