له اسراییلي سیاستوالو سره د لیدنو موضوع پر سر د بریتانوۍ وزیرې پریټي پټېل استعفا

پریڼي پټېل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مېرمن پټېل په افریقا کې له یوه رسمي سفره بېرته هېواد ته غوښتل شوې وه
د خپرېدو وخت

له اسراییلي چارواکو سره د لیدنو موضوع پر سر له راپورته شویو ناندریو وروسته د برتانیا نړیوالې ودې او پرمختیا وزیرې پریټي پټېل استعفا کړې.

نوموړې افریقا کې له یوه رسمي سفره بېرته هېواد ته غوښتل شوې وه او لندن کې د لومړۍ وزیرې دفتر ته بلل شوې وه.

په خپله استعفا کې نوموړې بښنه غوښتې او ویلي یې دي کړنې یې 'د روڼوالی د معیار له هغې کچې ټیټې وې، چې ما ورته مبارزه کوله. '

مېرمن پټېل د دوشنبې پر ورځ له هغه وروسته له لومړۍ وزیرې ټېرېزا مې بښنه وغوښته چې معلومه شوه، اګست کې یې له اسراييلي سیاستوالو سره غیر رسمي لیدنې او خبرې کړې.

وروسته معلومه شوه، چې نوموړې په سپتمبر کې دوې داسې نورې ناستې هم درلودې، چې حکومتي چارواکي په کې موجود نه وو.

هېواد ته له ستنېدو وروسته مېرمن پټیل د لومړۍ وزیرې دفتر ته د مرکزي دروازې پر ځای له کوچنۍ لارې ننوته او هغې سره یې نیم ساعت ناسته درلوده. لومړۍ وزیرې د مېرمن پټېل د استعفا پرېکړه 'مناسبه ' بللې.

مېرمن پټېل د لومړۍ وزیرې مې د کابینې د دفاع وزیر سر میکایل فالن له استعفا ایله یوه اونۍ وروسته استعفا کړې. دفاع وزیر د خپل 'چلند ' له کبله استعفا کړې وه.

له دې مخکې د دوشنبې پر ورځ د لومړۍ وزیرې دفتر له مېرمن پټیل نه د هغې له لسو ډېرو هغو غونډو په اړه معلومات غوښتي وو، چې د رخصتیو پر مهال یې اسراییلي سیاسیونو سره درلودل او د بهرنیو چارو وزارته یې اجازه نه وه اخیستې.

نوموړې منلې وه، چې ګورډین ورځپاڼې ته یې رښتیا نه و ویلي، چې ګواکې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن له مخکې د دې له سفره خبرو، خو رښتیا دا و، چې نوموړی یوازې هغه مهال خبر شو، چې دغه سفر نیمايي کې و.

پریڼي پټېل استعفا

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، پریټي پټېل په خپله استعفا کې بښه غوښتې

پریټي پټېل د محافظه کار ګوند د پارلمان غړې په توګه ۲۰۱۰ کال کې ټاکل شوې وه. وروسته ۲۰۱۴ کال کې د خزانې وزیرې په توګه وګومارل شوه او بیا یې د روزګار او نړیوال پرمختګ او ودې وزیرې په توګه دنده تر سره کړه. نوموړې له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو کمپاین له مخکښانو یوه وه.