هوايي برید د سوریې یوه بازار کې له ۵۰ ډېر کسان ووژل

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اتارب ښار د زرګونو خلکو استوګنځی دی، خو په جګړه کې ډېر وران شوی دی.
د خپرېدو وخت

ویل کېږی د سوریې شمال کې د حکومت د مخالفو وسلوالو په واک کې ښار بمبار شوی او له امله یې ۵۳ کسان وژل شوي دي.

په اتارب ښار کې یو بازار په نښه شوی او په خواله رسنیو کې یې ویډیويي انځورونه لوی ورانی ښيي.

په ویډیو کې ترهېدلي ولسي وګړي ښکاري چې ټپیان لېږدوي.

لیدلي کتلي وايي، درې بېلابېل بریدونه پر دغه سیمه وشول.

معلومه نه ده چې دا برید د سوریې حکومت او که ملاتړي مسکو یې کړی دی.

دا ښار د حلب ولایت لمن کې پروت دی، چې ځینې برخه یې "امن" یا ناجنګي سیمه هم اعلان شوې ده.

دا په روان کال کې د روسیې او ایران له خوا چې د سوریې د حکومت ملاتړ کوي او ترکیې له خوا چې د وسلوالو ملاتړ کوي "امن" سیمه وبلل شوه.

ویل کېږي د دې سیمې په رامنځ ته کولو سره تاوتریخوالی کم شوی دی، خو تیت پرک نښتې روانې دي او انساندوستانه مرستې ور رسول هم ډېر کم دي.

اتارب تر ډېره د مخالفو وسلوالو په تېره د هغه جهادي ډلې په لاس کې دی چې پخوا له القاعده سره تړلې وه.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، معلومه نه ده چې د سوریې که روسیې الوتکو دا برید کړی دی.

په برتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارډله وايي، په دې برید کې ماشومان هم وژل شوي دي.

دا ډله او د سپین خولیو په نوم بله ډله- چې له زیانمنو سره مرستې هم کوي- دواړه زیاتوي چې په دې برید کې ۵۳ کسان وژل شوي دي.

د زمان الوصل خبري وېبپاڼې خبریال احمد پریموک- چې د وسلوالو ملاتړ کوي- په ټوېټ کې لیکلي چې دریو روسیو الوتکو پر بازار برید کړی دی.

د هغه په خبره دا بازار چې سل دوکانونه یې لرل یو مخ وران شوی دی.

په هغو انځورونو کې چې فرانس خبري اژانس خپاره کړي د دریو ماشومانو مړي لیدل کېږي.

په نورو انځورنو کې مرستندویان لیدل کېږي چې مړي او ټپیان له کنډوالو وباسي.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ټاکلې وه اتارب هم امن سیمه وبلل شي.