لومړی جهادۍ وم، خو اوس د جهاد مخالفه

تانیا جورجلاس چې له خټې بریتانوۍ ده ، له خپل امریکايي مېړه د انټرنټ له لارې بلده شوې ده. نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې په لندن کې کړې دي.
تانیا وايي په دې خاطر په ۱۷ کلنۍ کې مذهبۍ شوه چې غوښتل یې ځانګړې پيژندګلوي پیدا کړي. نو ځکه یې له سختدریځو کسانو سره ناسته ولاړه درلوده چې په وینا یې همدې کسانو یې لید لوری او ايډیالوژي ور بدله کړه.
"زموږ ذهنونه یې له بوږنوونکو تصویرونو ډک کړي وو، موږ ته به یې مثالونه راکول چې په بوسنیا کې څه پېښ شول، داسې خبرې به یې راته کولې چې موږ د جرم احساس کاوه او موږ ته یې ویل چې باید یو څه وکړو."
په ۲۰۰۵ م کال په لندن کې په ترهګريزو بریدونو کې د تانیا یوې ملګرې او همټولګۍ "شهارا" ووژل شوه، خو له دې سره سره هغې دا بریدونه روال بلل.
دا هغه وخت و چې تانیا له جان جورجلاس سره چې امریکايى و، واده کړی و.
تانیا له جان جورجلاس سره چې اسلام یې منلی و پر انټرنټ بلده شوې وه
تانیا وايي "جان جورجلاس ښایسته هوښيار سړی و او د هغې ورسره مینه وه."

تانیا له واده وروسته له خپل مېړه سره امریکا ته لاړه او وروسته له هغه چې په عربي نړۍ کې پاڅونونه وشول؛ دواړه له خپلو بچیانو سره مصر ته لاړل.
تانیا وايي جان فکر کاوه چې د ماشومانو د لویولو لپاره مصر ښه ځای دی، خو تانیا له دې خبرې سره موافقه نه وه، هغه وايي:
"یوه ورځ زما زوی کور ته راغی او په لاس کې یې یو مصنوعي ګرنیټ و، ما ته ډېره غوسه راغله، پخلنځي ته لاړمه او چاړه مې واخیسته او جان ته مې وویل هېڅکله بیا زما له بچیانو سره داسې کار ونه کړې، زه نه غواړم چې بچیان مې له وسلو سره اشنا شي. "
په ۲۰۱۳ کال کې جان پرېکړه وکړه چې له خپلې کورنۍ سره سوریې ته لاړ شي. په دغه وخت کې تانیا د څلورم ځل لپاره میندواره وه.
تانیا وايي په سوریه کې یې په ناوړه شرایطو کې ژوند کاوه.
"په هغې ودانۍ کې چې موږ اوسېدو کړکۍ یې الوزول شوې وې. دا د پخوانیو پوځیانو کورونه وو، هر شپه به مو د ډزو غږونه اورېدل، ژوند ډېر سخت و، ما لیدل چې زما واده ماتېږي او نه پوهېدم چې څه وکړم."
تانیا له خپل مېړه سره په سوریه کې درې اونۍ تېرې کړې او په دغه وخت کې یې خپل مېړه راضي کړ چې هغې او بچیانو ته یې اجازه ورکړي چې له سوریې ووځي.
همداسې وشول او تانیا له خپلو درېوو زامنو سره له سوریې نه د جان جورجلاس په مرسته ووته، خو جان په سوریه کې پاتې او له "اسلامي دولت" ډلې سره یوځای شو.

له څه مودې وروسته تانیا نه پوهېده چې مېړه یې ژوندی دی کنه خو یو کال وروسته جان تانیا ته خپل احوال ورکړل.
تانیا وايي "وروستۍ خبره چې هغه ماته وکړه دا وه چې د هغو ناسمو کړنو له امله چې زما او د بچیانو په حق کې یې ترسره کړې وې بښنه غواړي، هغه وویل که په شپږو میاشتو کې یې بیا احوال ور نه کړ په دې مانا به وي چې وژل شوی دی، ځکه چې جګړه له هغې سیمې سره نژدي وه چې جان په کې اوسېده. "

تانیا اوس په امریکا کې ژوند کوي، خپل مېړه ته یې رسماً طلاق ورکړی او د اسلام دين يې هم پرېښى دی. هغې په ۲۰۱۵ کال کې له یوه بل سړي سره کوژده کړې او وايي:
"امریکا ازادي راکړه چې له اسلام پرته پر نورو مذهبونو هم فکر وکړم. زه پر خپلو هغو پرېکړو پښمانه یم چې کړې مې وې، ما هېڅکله په تاوتریخوالي کې ونډه نه لرله او خاوند مې هم هله تاوتریخوالي ته مخه وکړه چې زه ترې راغلم.
زه غواړم چې د هغو کسانو د ذهنونو په روښانه کولو کې ونډه ولرم چې غواړي سخت دریځي پرېږدي.
زه ټولو هغو نجونو ته چې که غواړي سخت دریځۍ ته مخه وکړي وایم، ما خپل کور او د عمر لس کاله وبایلل او اوس د څلور بې پلاره ماشومانو مور یم. که زما په څېر لاره غوره کړئ ستاسو برخلیک به هم زما په څېر وي."




















