عراق خپله خاوره کې د داعش ضد جګړه پای ته رسېدلې اعلان کړه

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تېره میاشت د عراق د حکومت پلوي ځواکونو له سوریې سره پر پوله راوه ښار له داعش ونیو.
    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي په خپل هېواد کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پرضد د جګړې پای ته رسېدل اعلان کړ.

په یوه تلوېزوني وینا کې نوموړي نن یکشنبه د رسمي رخصتۍ په توګه اعلان کړه او ویې ویل د بري یو مارش یا پرېډ به ترسره کېږي.

ښاغلي عبادي په پلازمېنه بغداد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل اوس له سوریې سره د پولې بشپړ کنټرول له عراقي ځواکونو سره دی.

تېره میاشت د سوریې پوځ هم اعلان وکړ چې خپلې غاړې ته یې د پولې بشپړ کنترول خپل کړی دی.

د همدې پولې په اوږدو کې یو څو ځایونه وروستي وو چې داعش ډلې پرې کنټرول درلود.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عراق لومړی وزیر.

د عراق لومړي وزیر وویل، له خپلو ټولو متحدینو - چې د داعش ډلې پرضد یې جګړه کې یې ونډه لرله- مننه وکړه.

"له ټولو هغو هېوادونو، بشري او نړیوالو سازمانونو نه مو مننه کړې چې په دې جګړه کې له عراق او د عراق له خلکو سره ودریدل."

هغه د داعش ضد کورني ځواکونه او وسلوال هم وستایل:

"زه هغو عراقي جنګیالیو ته سلام کوم چې د خپلې خاورې د دفاع په خاطر یې وسله پورته کړه. زه د شهیداون روح ته، ټپیانو او د هغوی کورنیو ته چې د عراق او د عراق د خلکو ساتنه یې وکړه سلام کوم. عراق یو موټی او بریالی پاتی شو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عراق له خوا د داعش پرضد د جګړې د پای ته رسولو د اعلان هرکلی کړی خو ټینګار کوي چې دا د ترهګرۍ او ان د داعش ډلې پرضد د جګړې د پای ته رسیدو په مانا نه ده بلکې د داعش ډلې پرضد به جګړه دوام ولري.

د برتانیا لومړۍ وزیرې تیرزا مې ښاغلي عبادي ته د دې تاریخې شیبې مبارکي ویلې خو خبردارې یې ورکړی چې داعش اوس هم یو ګواښ دی.

د عراق له خوا د داعش ډلې پرضد د جګړې د پای ته رسولو اعلان دوه ورځې وروسته له هغه کېږي چې د روسیې پوځ وویل په ګاونډۍ سوریه کې د داعش ډلې د ماتولو لپاره یې خپل ماموریت بشپړ کړ.

ر

د عکس سرچینه، Alamy

داعش په ۲۰۱۴ کال کې په سوریه او عراق کې ډېرې سیمې ونیولې او په همدې کال یې د خلافت اعلان وکړ، خو په تېرو دوو کلونو کې ډېر ځله له ماتې سره مخامخه شوه.

تېره میاشت داعش ډلې د رقۍ ښار کنټرول بایلود او تر دې وړاندې د جولای په میاشت کې عراقي ځواکونو ترې موصل ښار بیرته ونیوه.

ویل کېږي چې د داعش ډلې یو شمېر غړي په سوریه کې خواره واره شوي او ځیني نور یې د ترکیې د پولې له لارې تښتیدلي دي.

داسې اندېښنې هم شته چې د داعش ډلې غړي ښايي په نورو هېوادونو کې بریدونه ترسره کړي.