د نیویارک بریدګر عقائدالله څوک و؟

د عکس سرچینه، CBS
د نیویارک د پولیسو د څېړنو له مخې، شکمن ځانمرګی بریدګر نوم عقائدالله ښودل شوی چې ۲۷ کلن ده.
د پولیسو مشر جیمز اونیل ویلي، هغه پر ځان پورې کوچني چاودېدونکي توکي تړلي وو، چې په قصدي ډول یې وچوول.
د ځانمرګي برید په ترڅ کې ډېر خلک ټپیان شوي وو او روغتون ته لېږدول شوي وو.
د سي بي سي خبري اژانس له مخې، شکمن عقائد اللہ د بنګله دېش د چټاگانگ سیمې و، هغه په ۲۰۱۱ کال د کډوالۍ په ویزه له خپلې کورنۍ سره امریکا ته تللی و.
د ځینو اسلامي هېوادونو پر وګړو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د کډوالو د ورتګ په بندیز کې بنګله دېش شامل نه دی.
د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، عقائد اللہ د امریکا متحدو ایالتونو کې د هغه پالیسۍ له مخې امریکا ته تللی و له خپلې کورنۍ سره يې د کډوالو په توګه ژوند کاوه.

ولسمشر ټړمپ د دغه پالیسۍ ختمول غواړي.
عقائد اللہ لومړی په بروکلین کې اوسېده، وروسته یې د امریکا تابعیت واخیست، د بنګله دیش پولیس وایي نوموړی د وروستي ځل لپاره د تېرې سپتمبر پر اتمه دغه هېواد ته تللی و.
امرکايي قانون پلي کوونکې ادارو اې پي خبري اژانس ته ویلي، عقائد اللہ له (اسلامي دولت) یا داعش نومې ډلې له خوا اغېزمن شوی و، خو نوموړي له دغې ډلې سره مستقیمې اړیکې نه لرلې.
د پولیسو مشر په وینا، اوس په دې اړه څه نه شي ویلی.
په نیویارک کې د ټیکسي او لیموزین کمیسیون سي این این ته ویلي، عقائد اللہ له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د ټیکسي چلونې جواز درلود.
هغه د نیویارک اوبر ټیکسي چلوونکی نه و.
د بنګله دیش پولیس وايي، شکمن عقائدالله له پولیسو سره کومه ثبت شوې قضیه نه لري.



















