ډیلي ټایمز: کابل کې د افغانستان او پاکستان د خبرو دویم پړاو پیلېږي

د عکس سرچینه، @OMAR ZAKHILWAL
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
پاکستانۍ ورځپاڼه ډیلي ټایمز لیکي، په پام کې ده چې نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو خبرو دویم پړاو په کابل کې ترسره شي. ددې لړۍ هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی ښودل شوی دی.
رپوټ زیاتوي، رانا محمد افضل چې په ملي اسامبله کې د مسلم لیګ نواز ګوند استازی دی، د پاکستاني پلاوي مشري کوي.
د ډیلي ټایمز د رپوټ له مخې د خبرو اترو دا لړۍ چې له پولو هاخوا نوم ورکړل شوی، په ۲۰۱۵ کال کې پيل شوې ده او هڅه یې داده چې د خلکو ترمنځ اړیکي پراخه شي.
ورځپاڼه زیاتوي دا ډله د افغان چارواکو او سیاستوالو سره ګوري او د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي او له افغان چارواکو سره به د ټرانزیت او سوداګرۍ هم خبرې وکړي.
ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله ویلي په پام کې ده چې د روانې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي پاکستان ته سفر وکړي. د سرچینې په خبره، دا سفر له وړاندې پلان شوی و، خو لږ تر لږه دوه ځله د اړیکو د کړکېچنوالي له امله ځنډول شوی دی.
عرب نیوز ورځپاڼه
عرب نیوز ورځپاڼه لیکي سعودي عربستان غواړي چې د خصوصي سکتور په برخه کې ۱۹ اعشاریه دوه ملیارده ډالره پانګونه وکړي.
په دې سره د ورځپاڼې په باور سعودي عربستان غواړي له تيلو پرته په نورو برخه کې عواید زیات کړي، ځکه د تېلو بیو د ټیټېدلو له امله په حکومتي لګښتونو د تېلو له عاید تر لاسه شویو پيسو ونډه کمه شوې ده.
په وړو سوداګریو کې پانګونې ته ډیر پام کیږي او د کورونو جوړولو برخه هم هغه سکټور دی چې حکومت غواړي د پانګوالو پام ورته را واړوي.
ایکسپریس ټربیون
ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې لیکلي، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یوسایډ) د هغه پایپ لاین پروژې هر کلی کړی چې پر مټ یې له ایران څخه پاکستان ته د روسیې په مرسته ګاز لیږدول کیږي.
ورځپاڼې د یوسایډ د خبرپاڼې له مخې لیکلی، دوی د پاکستان حکومت د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره کیږي او په دې اړه کوم ځانګړی نظر نه لري چې د دا ډول پروژو لپاره مالي امکانات له کوم لوري ورکول کیږي.


















