د نړۍ تر ټولو بوخت هوایي ډګر کې ۱۲ ساعته برېښنا نه وه

د ویډیو تشریح، مساپر د برېښنا په راتلو خوشالي څرګندوي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا متحده ایالاتو جورجیا ایالت د اټلانټلا ښار اړوند هرتزفیلډ جکسن نړیوال هوایي ډګر د یکشنبې په ورځ د برېښنا د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ شو.

د هوایي ډګر تیاره ترمینلونو کې په لسګونه زره خلک بند پاتې وو.

دا د نړۍ تر ټولو بوخت هوایي ډګر دی چې د ورځې ۲۲۵ زره مساپر ترې تېرېږي او هره ورځ کابو ۲۵۰۰ الوتنې ترې الوځي.

که څه هم اوس برېښنا بېرته راغلې، خو له دې پرچاوۍ سره له زرو زیاتې الوتنې لغوه شوې چې د دوشنبې ورځې الوتنو باندې یې هم اغېزې کړې.

Passengers affected by widespread power outage sit in airport terminal and wait for updates

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په سلګونه الوتنې لغوه شوې

د یکشنبې په ورځ د هوایي ډګر ادارې په یوه اعلامیه کې وویل چې برېښنا د ورځې له یوې بجې د راتلونکي سهار تر شپږو بجو پورې پرچاو وه. رسمي سرچینو ویل چې په سیمه کې د برېښنا مزو اور اخیستلو دا ستونزه جوړه کړې وه.

د اټلانټلا ښاروال ویلي، د اور د لامل څېړنې روانې دي او له زرګونو خلکو یې بښنه غوښتې.

د امریکا مهمو هوایي کرښو یونایټډ، سوت وېسټ او امرېکن ایرلانیز ټولو په سیمه کې خپلې الوتنې ځڼډولې وې.

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ Instagram پای

په خواله رسنیو شریک شوي انځورونه ښيي چې مساپر په هوایي ډګر کې بند پاتې دي.

An image of a cat in a box on a plane, and another of Ms Lee posing with the cat and other passengers in the terminal

د عکس سرچینه، Jannifer Lee

د عکس تشریح، آغلې لي له خپلو پيشو سره څلور ساعته د خپلې راتلونکې الوتنې لپاره انتظار وه

آغلې لي، بی بي سي ته وویل "ما هیله درلوده چې آرام او بې ستونزې سفر به ولرم. "

د کورنیو او نړیوالو مساپرو د شمېر له مخې د اټلانټلا نړیوال هوایي ډګر د نړۍ تر ټولو بوخت هغه دی. چې په ۲۰۱۶ کال کې له سلو میلیونو زیات مساپر ترې الوتي او پکې ښکته شوي دي.

اټلانټا

په دې پسې بیا د چین پلازمېنې بېجینګ نړیوال هوایي ډګر، د دوبۍ، لاس انجلس او توکیو نړیوال هوایيي ډګرونه تر ټولو زیات مساپر لري.