د ګوجرات ایالتي پارلمان ته څلور مسلمان نوماندان بریالي شول

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ګوجرات ۸۰ سلنه مسلمان وګړي د کانګرېس ملاتړي دي.
د خپرېدو وخت

د هند د ګوجرات ایالت پارلماني ټاکنو کې څلور مسلمان نوماندان کامیاب شول.

تېرو ټاکنو کې د دغه ایالت دوو مسلمانو نوماندانو بری ګټلی و.

اوسني ټول ګټونکي د ګانګرېس ګوند غړي دي.

دا ځل دغه ګوند دغو ټاکنو ته شپږ مسلمان نوماندان درولي وو.

ویل کېږي چې مسلمانان د ګوجرات ۹،۹۶ سلنه وګړي جوړوي.

له بلې خوا د واکمن ګوند یا بي جي پي په نوماندانو کې کوم مسلمان نوماند نه و.

دې ګوند په ټاکنو کې د مسلمانانو د مسلې په تړاو کومه یادونه هم نه ده کړې.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د گوجرات مسلمانو نوماندان د بي جي پي ګوند غړو ته ماتې ور کړې ده.

د ګوجرات بریالیو مسلمانو نوماندانو په اړوند څلورو حوزو کې د بي جي پي ګوند غړو ته ماتې ور کړې ده.

ګوجرات کې داسې ۲۱ ټاکنیزې حوزې شته چې د وګړو ۲۰ سلنه یې مسلمانان دي.

د یوې شمېرې له مخې د دې ایالت ۸۰ سلنه مسلمان وګړي په دودیز ډول کانګرېس ته رایه ور کوي.