''چې هوا توده شي، ډېر خلک اروپا کې د پناه غوښتنه کوي''

د عکس سرچینه، Getty Images
ماهرین وايي کله چې د نړۍ هغو سیمو کې چې پراخې کروندې لري، هوا ډېره توده شي، اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو کې یې د پناه غوښتونکو شمېر ډېرېږي.
د ساینس ژورنال لخوا خپره شوې څېړنه کې ویل شوي، کله چې د تودوخې درجه له ۲۰ اوړي د ۱۰۳ هېوادونو اوسېدونکي د پناه لپاره بهر ته ځي.
څېړنه وايي، ۲۱۰۰ کال پورې ښايي د پناه غوښتنلیکونو شمېر ۶۶۰ زرو ته ورسېږي. د ۲۰۰۰ م او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ اروپايي ټولنه کې هر کال نژدې ۳۵۰ زره کسانو د پناه غوښتنه کړې او دغه ډېری کسان د افغانستان او عراق په څېر له هېوادونو راغلي وو.
ویل کېږي د موسمي بدلون له کبله به لومړی نارینه کډوالۍ ته اړ کېږي. څېړونکو دغه شمېرې او په ۱۰۳ هېوادونو کې د موسم کیفیت چې دوی د (موسمي ټکانونه) نوم ورکړی پرتله کړي دي.
دوی ته معلومه شوه، چې د موسم ډېرې تودوخې یا خورا سړېدو له کبله کډوالي ډېرېږي.
څېړونکو د ډېرې تودوخې لپاره له ۲۰ درجو پورته کچه ټاکلې. څېړونکو ته دغه راز د پاکستان په څېر هېوادونو کې، چې ډېره غله پکې کرل کېږي، معلومه شوې چې اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنلیکونو ډېرښت او هوا د تودوخې تر منځ پام وړ اړیکه شته.
د رپوټ لیکوالو په باور له کچې تېره تودوخه غوسه او ډیپرېشن ډېروي، د هېوادونو پر ملي عوایدو اغېز کوي او غوسه ناکه رویه رامنځته کوي.
د کولمبیا پوهنتون پروفیسر ولفرام شلینکر بي بي سي ته وویل:
''زه بشپړ باوري یم، چې د ۲۰۰۰ کال او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ شمېرو له څېړنې سره موږ د موسمي بدلون او پناه غوښتونکو شمېر تر منځ پام وړ تړاو موندلی دی. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړونکي وايي، د روانې پېړۍ اوږدو کې به د پناه غوښتونکو شمېر ډېرښت کچه د تودوخې کچې لوړېدو له څرنګوالي سره غوټه وي. خو پروفیسر ولفرام شلینکر وايي راتلونکي کې د موسمي بدلونونو او پناه غوښتونکو د کره شمېر په تړاو ډېر ډاډه نه دی:
''موږ باید اصلاً داسې ګومان وکړو، چې د ۲۰۰۰ م او ۲۰۱۴ کال تر منځ زموږ موندنې به د راتلونکو ۸۰ کلونو لپاره پر ځای پاتې شي. ''


















