امریکا پر پاکستان ټولې پوځي مرستې درولې

د ویډیو تشریح، امریکا پر پاکستان ټولې پوځي مرستې درولي
د خپرېدو وخت

امریکا پر پاکستان ټولې پوځي مرستې درولې ځکه وايي پر خپله خاوره یې د ترهګرو ځپلو لپاره هېڅ کار نه دی کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا بندیز به تر هغو پر ځای وي چې اسلام اباد د حقاني ډلې او طالبانو پر ضد ګام نه وي اخیستی.

پاکستان د امریکا دې ګام ته په غبرګون کې ویلي چې دا ډول پرېکړې سیمه کې د پاکستان او امریکا ګډې موخې ته په رسېدو کې خنډ جوړوي.