د کونډو او طلاق شویو ښځو کلی

د ویډیو تشریح، د کونډو او طلاق شویو ښځو کلی
د خپرېدو وخت

درځئ د مصر داسې یوې سیمې ته لاړ شو چې ټول اوسېدونکي یې یا کونډې دي او یا هغه ښځې چې له مېړونو بېلې شوي دي.

په دغه سیمه کې ښځې خپلې ځمکې لري، کار کوي او ځانته روزي ګټي خو سړي نه ور پرېښودل کېږي. که څه هم دغه سیمه د امنیت او خونديتوب له پلوه ښځو ته ښه ځای دی ، ډېرې نورې ستونزې پکې شته. هوا یې ککړه ده، اوبه او د ککړو اوبو اخراج سیستم نه لري.