امریکا له پاکستاني چارواکو غوښتي پر مشال راډیو لګېدلی بندیز لرې کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ارم عباسي
- دنده, بي بي سي واشنګټن
- د خپرېدو وخت
امریکا له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د امریکا په مالي مرسته چلېدونکې مشالراډیو پر فعالیتونو لګېدلی بندیز لرې کړي. مشال راډیو په پښتو ژبه خپرونې کولې. د پنجشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې هېتهر نویرت خبریالانو ته وویل:
''د جنورۍ پر ۱۹ د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ازادې اروپا/ راډيو فري لبرټي پر مشال راډیو بندیز ولګاوه او امریکا حکومت د پاکستان حکومت دغې پرېکړې انديښمن کړی دی. موږ پاکستان ته د خپلې اندېښنې په تړاو ویلي دي او موږ غواړو، چې له ځنډ پرته پر مشال راډیو لګېدلی بندیز لرې کړل شي. ''
پاکستان داسې مهال پر دغې راډیو بندیز لګولی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي خړ پړ دي.
د مشال راډیو ادارې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې له وېرې ترهې پرته فعالیت ته پرېښودل شي. دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي د پاکستان څارګرې ادارې ای ایس ای پر مشال راډیو تور پورې کړی، چې د پاکستان ګټو خلاف خپرونې کوي او له هغه وروسته د کورنیو چارو وزارت اسلام اباد کې د راډیو دفترونه وتړل.
له دې مخکې د پاکستان کورنیو چارو وزارت یوه خبر پاڼه کې ویلي و:
''د دغې راډیو خپرونې څلور مهم اړخونه لري، د دغې راډیو خپرونو کې پاکستان د یوه داسې هېواد په توګه یادېږي، چې ګواکې ترهګرو ته یې پټنځایونه ورکړي، د سخت دریځو مرکز دی، پاکستان د یوه ناکام دولت په توګه اورېدونکو ته ور پېژندل کېږي، چې ګواکې د خپلو خلکو امنیت ساتنه کې پاتې راغلی او د خیبر پښتونخوا ایالت، قبایلي سیمو او بلوچستان پښتانه له حکومته مرور دي.
د دولتي ادارو خلاف د خلکو ځانګړي قشر پاروولو لپاره واقعیتونه په سم ډول نه بیانېږي. ''

د عکس سرچینه، AFP
ډېری مدني فعالان د پاکستان حکومت دغه اقدام د بیان پر ازادۍ د بندیزونو لګول بولي. د بیان ازادۍ نړیوال شاخص کې هم د پاکستان نوم د هغو هېوادونو له نومونو سره شامل دی، چې د خبریالانو لپاره خطرناک بلل کېږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یو شمېر هېوادونو کې د مسلکي فعالیتونو له کبله د خبریالانو ځورول کېدو ته په اشارې سره وویل:
''امریکا دغو هېوادونو کې د خبریالانو ځورول کېدو، پر دوی بریدونه او نیول کېدل یې غندي او غوښتنه کوي، چې د بیان ازادۍ نړیوالو ارزښتونو ته زیان و نه رسېږی. ''


















