ایران کې د لوېدلې الوتکې ټول ۶۶ سپاره وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
د ایران بېړنیو چارو چارواکو د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو خبر ورکړی. دغه الوتکه له تهرانه یاسوج ته روانه وه.
د ایران خبري اژانس (ایرنا) د ایران اورژانس د چارسمبالي پیر حسین کولیوند له خولې ویلي، په الوتکه کې شاوخوا ۶۰ کسان سپاره وو.
ایسنا خبري اژانس بیا ویلي، الوتکه کې شپږ عمله هم وه.
الوتکه د تهران له مهراباد هوايي ډګره یاسوچ ته روانه وه، چې د اصفهان ښار جنوب کې ولوېده.
تسنیم خبري اژانس د اورژانس د ویاند له خولې ویلي: "سیمې ته ژغورندویه الوتکه استول شوې، خو دا چې سیمه غرنۍ ده، امبولانسونه نه شي ورتلی."
الوتکه د رادار له څاره ترۍ تم شوې وه. یاده اې ټي ار ډوله الوتکه د ایران آسمان شرکت اړوند ده.

د عکس سرچینه، KONSTANTIN VON WEDELSTAEDT
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
یاسوچ هوايي ډګر کې د وژل شویو کسانو خپلوان راغونډ شوي
تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
د اصفهان هوايي ډګرونو ادارې د عمومي اړیکو مشر ویلي، تر اوسه د الوتکې د لوېدو د څرنګوالي په اړه هېڅ معلومات نه شته.
د ایران د هوايي چلند سازمان مشر علي عابدزاده ویلي، الوتکې هېڅ تخنیکي ستونزه نه لرله.
دا الوتکه په ۱۹۹۳ کال جوړه شوې وه.
د پېښې سیمې ته ۱۲۰ مرستندویان استول شوي
د مرستندویې ډلې یوه چارواکي او د هلال احمر ژغورنې ډلې ویلي، د الوتکې لوېدو سیمې ته یې ۱۲۰ مرستندویان په ۳۰ ډلو کې استولي.


















