ځینې عرب هېوادونو کې د ترکي سریالونو په خپرېدو بندیز ولګېد

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عربستان د خصوصي رسنیو لویه موسسه اېم بي سي وايي، چې په دغه هېواد کې یې د ترکي سریالونو په خبریدو بندیز ولګاوه.
دا سریالونه په منځني ځتیځ کې ډېر مینوال لري.
اېم بي سي شرکت- چې مرکزي دفتر یې دوبۍ کې دی- وايي، دا سریلانونه نور نه خپروي.
ولید ابراهیم او څو نور سعودي پانګوال دا شرکت اداره کوي.
د اېم بي سي ویاند وايي، دې پرېکړه کې یواځې نه دی، بلکې څو نور عربي هېوادونه هم دا ګام پورته کوي.
خو دا یې ونه ویل چې کوم هېوادونه دا پرېکړه کوي.
د دوبۍ تلوېزون وېبپاڼه کې هم له دې وروسته کوم ترکي سریال ته په مهالوېش کې ځای نه دی ور کړل شوی.
د ترکیې او عرب هېوادونو ستونزې

د عکس سرچینه، AFP
تېر کال سعودي عربستان او څو ملګرو یې( مصر، اماراتو او بحرین) قطر د ترهګرۍ او د عرب هېوادونو د ګټو ضد بهرني سیاست تورن کړ.
دوی له دغه امیر مېشتي سره اړیکي پرې کړل او ځینې اقتصادي بندیزونه یې هم پر ولګول.
څو نورو عرب هېوادونو هم له قطر سره اړیکي پرې او یا یې کم کړل.
د ترکیې ولسمشر د قطر پرضد د سعودي عربستان او ملګرو دا چلند وغاند او "ناانساني او د اسلامي ارزښتونو" خلاف یې وباله.
رجب طیب اردوغان د قطر په وړاندې دا چلند د اعدام حکم سره ورته وباله او ویې ویل، که دوحه له ستونزې سره مخ شي انکره به یې مرسته وکړي.
له قطر د عرب هېوادونو غوښتنې

د عکس سرچینه، AFP
د سعودي عربستان په مشرۍ متحده عربي امارات، مصر او بحرین له قطر غواړي چې له ځینې ډلو سره مالي مرستې وځنډوي، الجزیره شبکه وځنډوي له ایران سره اړیکي کم کړي.
د دغو څلورو هېوادنو خلک په وګړتوب ونه مني او د ترکیې پوځي اډه وتړي.
کارپوهان وايي، ترکیې په سوریه کې په سیاست بدلولو او ایران ته په نږدې کېدلو سره سعودي عربستان له پام غورځولی دی.


















