"د جنرال نيکولسن لپاره افغان جگړه ډېره شخصي شوې"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
پولتيکو مجلې په افغانستان کې د ناټو سر قومندان جان نيکولسن په تړاو مطلب خپور کړى او پوښتلي دي چې ایا دغه جنرال په افغانستان کې ډېر ژور نه دى ښکېل شوى؟
ليکوال وايي، د جنرال نيکولسن لپاره افغان جگړه ډېره شخصي شوې.
نيکولسن چې افغانستان کې د "بري لپاره جگړه" په نامه د ولسمشر ټرمپ د نوې تگلارې پر مخ بيولو مسوول دى.
نوموړی څه د پاسه يوې لسيزې لپاره د طالبانو او نورو اورپکو ډلو پر وړاندې جگړه کړې او افغان مشرانو سره يې ژور اړيکي جوړ کړي دي.
په دې جگړه کې د ده گڼ سرتيري وژل شوي او د دغو قربانيو له امله دى د نورو قومندانانو پر تله نه غواړي چې سيمې طالبانو ته وبايلي او پر بري ډېر ټينگار کوي.
دى وايي طالبان به يا روغه کوي، يا به له حالاتو لرې پاتې وي اويا وژل کېږي؟.
د پولتيکو په وينا د دۀ ځينې وړاندوينې د امريکا د استخباراتي ادارو له ارزونو سره په ټکر کې دي.
د جنرال نيکولسن پخواني ملگري په دې باور دي چې دى په جگړه کې دومره ژور ښکېل شوى چې شته پېچلتياوې نه گوري.
خو نوموړي له دغې مجلې سره په خبرو کې د خپلو منتقدينو په ځواب کې ويلي " د جگړې دوام ته کتل گران پرېوځي خو اوس هم موږ د هېواد ساتنه کوو او دا چاره د هغې پانگونې په ډېره يوه کوچنۍ برخه تر سره کوو چې يو مهال مو په دې هېواد کې کړې وه." چې اشاره يې افغانستان کې د امريکايي سرتېرو پراخ پخواني حضور ته ده.
دى وايي دا جگړه گرانه پرېوځي خو د سپتمبر د يولسمې پېښې تاوان خورا ډېر ستر و.
ډان:
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د اسراييلو لومړي وزير بنيامېن نتنياهو په وينا ليکلي چې "سعودي عربستان د هغو الوتکو پر وړاندې د خپل هوايي حريم پرانيستو هوکړه کړې چې له اسراييلو هند او له هنده اسراييلو ته الوتنې کوي.
ښاغلي نتنياهو ويلي دا د واړو هېوادونو په اړيکو کې د پرمختګ نښې نښانې دي.
تېر جولاى د هند لومړي وزير نرېندرا مودي اسراييلو ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسراييلو او هند ترمنځ د الوتنو لپاره د يوې نوې ليکې يا مسير اعلان کړى و، خو د ايير انديا شرکت چارواکو ويلي لا هم د سعودي د هوايي چلند رسمي هوکړې ته انتظار دي.
چارواکي وايي له دې سره به د هند او اسراييل ترمنځ د الوتکو د سفر موده ډېره لنده شي.
عربستان په پرله پسې توگه د اسراييلو د هغو څرگندونو په تړاو چوپه خوله پاته چې په کې د دواړو حکومتونو ترمنځ د پټو اړيکو ادعا شوې ده.
اېکسپرېس ټريبيون:
پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستاني پوځ او ايران ترمنځ اړيکو ته کتنه کړې.
ورځپاڼه وايي ايران ته د پاکستان د پوځي مشر قمر جاويد باجواه سفر ډېره ناوياته چاره وه او قمر جاويد باجواه په تېرو ٣٠ کلونو کې د پوځ لومړنى مشر دى چې ايران ته ولاړ.
نو ورځپاڼه پوښتي ايا دا په دې مانا ده چې پاکستان د سعودي له اغېز وځي.
ورځپاڼه وايي د سعودي په مشرۍ د پوځي اېتلاف مشرتابه پاکستاني جنرال او د پوځ پخواني مشر راحيل شريف ته سپارل ايران ته دا پيغام و چې گواکې پاکستان د سعودي ترڅنگ درېدلى.
ورځپاڼه د ايران او پاکستان په اړيکو کې ترينگلتياو ته هم اشاره کوي او بيا وايي خو د باجواه د دندې په يوه کال کې ډېر څه بدل شول.
دى وتوانېد چې د سعودي په مشرۍ اېتلاف کې د پاکستان د رول په تړاو د ايرانيانو ويره کمه کړي او د افغان جگړې په تړاو د ايران ملاتړ خپل کړي.
د ورځپاڼې په وينا ايران اوس د چين او پاکستان اقتصادي دهليز پروژه کې ور گډېدو په تړاو هم مثبت نظر څرگند کړى او مذهبي مشر خامنه يي هم په خپله وينا کې په لومړي ځل د کشمير مسلې ته اشاره کړې.
ورځپاڼه وايي پاکستان اړ دى چې په منځني ختيځ کې انډول وساتي.


















