ایا پوهنتون په دومره پیسو او وخت ارزي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
"ډېری پوهنتونونو هغه ګټور مهارتونه نه ورښيي چې په نړۍ کې په درد خوري. دا د وخت او پیسو بې ځایه لګول دي."
دا د جورج مېسن پوهنتون د اقتصاد پروفیسور براین کپلن وایي.
کپلن د (د کېس اګېنسټ ایجوکېشن یا د زده کړو خلاف یوه قضیه) کتاب کې ليکي چې تعلیمي سیستم ولي د وخت او پیسو ضایعه ده. دی وایي تعلیمي سیستم کې انصاف نشته، دا نه یوازې د زده کوونکې پرمختګ مخه نيسي بلکې په ټوله کې په ټولنه هم اغېز کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې د پوهنتون زده کوونکي ځینې وخت د کال ۶۰ زره امریکايي ډالر باید فیس ورکړي.
خو ښاغلی کپلان دا نه وایي چې ټول دې یو ځای زده کړې پرېږدي. دی په دې باور دی چې دوی دې له وخت مخکې زده کړې پای ته ورسوي او "مخکې له مخکې ژوند ته چمتو" شي.
له بي بي سي سره په خبرو کې ده خپل نظر نور هم تشریح کړ.
تاسو ولې فکر کوئ له پوهنتون پرته به نړۍ ښه وي؟
کپلن: ډیری پوهنتونونه هغه ګټور مهارتونه نه ورښيي چې په نړۍ کې په درد خوري. دوی یوازې یو ډيپلوم ورکوي چې په سر یې د دوی نښان لګېدلی وي او داسې ګومان کېږي چې خلک له زیاتو زده کړو سره د ښه کار موندلو فرصت ترلاسه کوي.
خو که ټول دغه ډول فکر وکړي، نو هغوی چې خلک په دنده ګوماري، یوازې دې ته ګوري یوه کس څومره زده کړې کړي تر څو هغه د کار موندلو تر مرکې راورسېږي.
تاسو دا وایاست چې زده کوونکي په زرګونو ساعتونه په نا اړوندو مضامینو تېروي چې د نن د کارموندلو مارکېټ لپاره جوړ نه دي؟
هر ځانګړی مضمون یوه کس ته اړوند او با اهمیته وي. که تاسو پوهنتون کې لاتین ژبه ولولئ، نو دا یوازې تاسو ته د لاتین ښوولو په برخه کې په درد خوري، هغه مضامین چې د نن په مارکېټ کې په درد نه خوري، تاریخ، شاعري، ادبیات، هنر او نور دي. د امریکا په متحده ایالاتو کې تاسو د بلې ژبې زده کړې ته هېڅ اړتیا نه لرئ.
زه دا نظر د ټولنیزو علومو، ریاضي او حتی د ساینس په هکله لرم. ځکه ډېر لږ سایسني دندې شته. د لوستلو، لیکلو او جمع او ضرب پرته دغه شیان په رښتینې نړۍ کې په درد نه خوري.
خو دا سمه نه ده چې فکر وکړو په ښوونځي کې د کار وړ مهارتونه نه ښوول کېږي. ځینې یې کېدی شي وښيي، خو ټول یوه شهادتنامه او ډیپلوم در کوي، چې په ژوند کې دغه ډیپلومونه د کار موندلو په مارکېټ کې ارزښت مومي، چې دا پخپله غلطه ده.

د عکس سرچینه، Bryan Caplan
خو که د زده کوونکي د زده کړې او د کار موندلو فرصتونو تر منځ واټن وي نو اکاډمیته بریا ولې د کار موندلو لپاره مهمه ده؟
کله چې کار ورکوونکی پرېکړه وکړي چې څوک به ګوماري، په سلګونو غوښتنې ورته راځي، دوی له ټولو سره نشي غږېدی. ځکه خو دوی هغه کسان مرکې ته راغواړي چې په پوهنتون کې یې نومرې ښې وي.
په دې ګومان چې د پوهنتون بریا ستاسو د هوښیارۍ او خوارۍ ښکارندویه ده او دا هغه څه دي چې کار ګومارونکی یې غواړي. دغه ډول ګومارنه د وړاندوینې پر بنسټ کېږي نه د اسنادو پر بنسټ.

د عکس سرچینه، Getty Images
نو تاسو به یوه ۱۸ کلن ته چې غواړي پوهنتون ته لاړ شي څه سلا ورکړئ؟
دا به پر دې پورې اړه لري چې دغه زده کوونکي په ښوونځي کې زده کړې څنګه وې، که دی ښه و، خو اوس نشي کولی پوهنتون ولولي، په دې مانا ده چې دی به د غوره کار موندلو فرصت له لاسه ورکړي. په اوسني سیستم کې خلک یوازې اکاډمیکې بریا پسې ګرځي.
او که تاسو د زده کړې فرصت له لاسه ورکړئ دا به په دې مانا وي چې هغه کارونه چې شته د هغې د تر لاسه کولو فرصت به مو له لاسه ورکړی وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نو ښه سیستم به څه ډول وي؟
غوره سیستم به هغه ډول وي چې زده کوونکي به خپلې زده کړې مخکې له وخته پای ته ورسوي او د ژوند اصلي څېره به ووینې او د مخامخ کېدو لپاره به چمتووالی ورته ونیسي.
موږ د ژوند ۱۷ کاله د یوې ډیګرۍ اخیستلو پسې تېر کړو، چې په پای کې یې په دې نه پوهېږو چې اوس څه وکړو. بیا مو څوک وګوماري او تاسو ته زده کړه درکړي، دا خو له دې مخکې هم کیدی شوی، په دې حالت کې به تاسو خلک په هغه څه چي دوی دي شمېري، نه په دې چې دوی څومره کاله زده کړه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
زده کوونکي څه ډول له رښتینې نړۍ سره نښلولی شو؟
زه له دوی څخه پوښتم چې ایا هغه څه چې زه یې ورښیم د دوی په درد خوري، د دوی د راتلونکو دندو لپاره. که دوی د اقتصاد ښوونکي شي، کېدی شي په درد یې وخوري، که نه هېڅ.





















