کيوبا کې د کاسټرو ميراث
د خپرېدو وخت
تېره اوونۍ راول کاسټرو د کيوبا ولسمشري پرېښوده، چې د کاسټرو کورنۍ نژدې ۶۰ کلنه واکمني يې ورسره پای ته ورسوله.
د دوی د واکمنۍ پر مهال سوسياليستي پاڅون د ټولو وګړو لپاره د وړيا پوهنې او روغتيايي پارملرنې لار برابره کړه. اوس دغه ټاپو له ريښتينو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. نو له همدې امله نوی ولسمشر به د وړيا خدمتونو ساتلو کې له ننګونو سره مخامخ وي.