ټرمپ ولې پورن لوبغاړې سټورمي ډانیلز ته ۱۳۰ زره ډالر ورکړي وو؟

ټرمپ او ډانیلز

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

پورن لوبغاړې سټورمي ډانیلز په یوه تلوېزیوني پروګرام کې د امریکا پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملنډې وهلې. نوموړې دا کار په داسې وخت کې کړی چې د دواړو ترمنځ د یوې قضايي مسلې په اړه لانجه روانه ده.

د رپوټونو له مخې، د ټرمپ یوه وکیل په ۲۰۱۶ کال د پورن فلمونو دې اداکارې ته ۱۳۰ زره ډالر ورکړي وو چې د دواړو [ټرمپ او ډانیلز] ترمنځ د نامشروع اړیکې د قضیې په اړه چوپه خوله پاتې شي.

ټرمپ دا نه مني چې ګني له هغې سره یې دا ډول اړیکه لرله.

خو وايي ډانیلز ته یې د خپل وکیل مایکل کوهین په لاس ددغه مبلغ رسولو خبره کړې، چې وايي مخه یې دا وه چې هغه [ډانیلز] له "دروغجنو او سپکوونکو" خبرو لاس واخلي.

د "سټرډې نایټ لایف" کومیډي پروګرام کې ممثیل الیک بالدوین د ټرمپ پېښې وکړې، بن سټیلر د کوهین په رول کې ولوبېد، خو ډانیلز خپل اصلي رول ولوباوه.

سټورمي ډانیلز ویلي په ۲۰۱۶ کال یې له ټرمپ سره یوه معامله لرله او له هغه سره یوځل ویده شوې هم ده.

کوهین

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کوهین په تېره فبرورۍ کې ومنله چې ډانیلز ته یې ۱۳۰ زره ډالر ورکړي، خو لامل یې روښانه نه کړ

په یوه صحنه کې بالدوین (د ټرمپ په رول کې) له خپل وکیل (سټیلر) سره د قضیې د پای ته رسولو په موخه له ډانیلز سره د تیلیفوني اړیکې پر نیولو سلا کېږي.

کله چې سټیلر له ډانیلز سره اړیکه نیسي او ترې پوښتي چې ایا یوازې ده؟ بالدوین ترې پوښتي چې: "څه شی دې اغوستي؟."

بیا بالدوین وايي ټول پوهېږي چې دا اړیکه د ګومان پربنسټ "مازې تمثیل" و، ډانیلز ورته وايي: "زه په پورن فلمونو کې لوبېږم. موږ په تمثیل کې شهرت نه لرو."

ستورمي دانيلز

د عکس سرچینه، Reuters

کله چې بالدوین له ډانیلز نه د دې قضیې یومخیزه کولو غوښتنه کوي، دا ورته د "استعفا" ټکی کاروي.

بالدوین بیا وايي "د شمالي او جنوبي کوریا ستونزه مې حل کړه، نو ولې د خپلې ستونزې په حلولو کې پاتې راځم؟."

ډانیلز ځواب کې ورته وايي "پوهېږم چې ته د اقلیم بدلون نه منې، خو ګرانه یو توپان راروان دی."