سعودي سوداګر، خبریالې ته د ۲۵ میلیون ډالرو مهر وړاندیز کړی

لوشي

د عکس سرچینه، zarkachat.com

د عکس تشریح، لوشي المبارک ډېره ژر پر خواله رسنیو د ښکلې سودانۍ لقب خپل کړ.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د سعودي عربستان یوه سوداګر د سوډان یوې خبریالې او ماډلې الاء المبارک، چې په "لوشي" شهرت لري، د ۲۵ میلیون ډالرو مهر ورکولو وړاندیز کړی، خو هغه وايي، سوډانۍ ده او له سوډاني سره به واده وکړي.

که څه هم د دغه سوداګر نوم نه دی یاد شوی، خو پر خواله رسنیو سوډانۍ ماډلې ته د هغه پر وړاندیز پراخ بحثونه وشول، چې بلاخره لوشي پر ټوېټر خپل غبرګون وښود.

د لوشي په ټویټ کې راغلي، چې هغه پر خپل افریقايي تابعیت ویاړي او له سوډاني پرته به له بل چا سره واده ونه کړي.

لوشي وړاندې د دغه سوداګر ځواب ته په یوه ټویټ کې لیکلي وو چې "سمه ده واده درسره کوم"، خو وروسته پښېمانه شوه.

د "نیلین" په نوم وېبپاڼې د یاد سوداګر له خولې ویلي، د لوشي د ۲۵ میلیون ډالرو مهر سربېره یې هغې ته د سعودي ریاض کې د یوه لوکس کور ورکولو ژمنه هم کړې وه.

لوشي المبارک ډېره ژر پر خواله رسنیو د ښکلې سوډانۍ لقب خپل کړ.

نوموړې د سوډان د ښکلا د یوې مشهورې سوډانۍ سوسن الخفجي لور ده.

لوشي پر خواله رسنیو د خپلو خاصو انځورونو او د ورځنیو چارو په اړه د معلوماتو په خپرولو ډېره مشهوره شوه.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

لوشي پر خپل ټویټر لیکلي: "دا ویاړ مې بس دی چې د افریقا لور یم. سعودي عربستان او وګړي مې د سر سترګي دي،خو په ټول ویاړ سوډانۍ یم او له سوډاني سره به واده کوم."