اندونیزیا کې پر دریو کلیساوو ځانمرګي بریدونه وشول

اندونیزیا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، تراوسه کومې ډلې د دې بریدونو مسؤولیت نه دی منلی.
د خپرېدو وخت

د اندونیزیا په دریو کلیساوو کې ځانمرګي بریدونه شوي. چارواکي تراوسه دغو بردیونو کې د نهو کسانو وژل او څلویښتو ټپي کېدل مني.

دغه ځانمرګي بریدونه د اندونیزیا د دویم ستر ښار سورابایا ښار په کلیساوو کې شوي.

پولیس وايي، دا بریدونو په څو دقیقو کې یو بل پسې شوي دي.

د دغه هېواد چارواکو رسنیو ته ویلي، پر څلورمه کلیسا یې د ځانمرګي برید مخه نیولې ده.

تراوسه کومې ډلې د دې بریدونو مسؤولیت نه دی منلی.

په ورستیو کې توندلارو انډونیزیا کې څو بریدونه کړي دي.

رپوټونه وايي، یوه ښځه، چې یو ماشوم او یو بل زلمی ورسره وو، له پېښې درې دقیقې وړاندې کلیسا ته ننوتل او له دوی نه د امنیتي کسانو د پوښتنو پرمهال چاودنه وشوه.

د اندونیزیا پر تلوېزیون خپرو شویو وېډیوګانو کې د یوې کلیسا د ننه ویجاړي ښکاري.

پولیسو په سورابایا ښار کې د لنډ وخت لپاره د ټولو کلیساوو د تړلو او په ښار کې یې د خوراک په تړاو د جوړېدونکې نندارې د لغوه کولو امر هم کړی.

دا بریدونه په پلازمېنه جاکارتا کې د سخت دریبځو اسلام پالو بندیانو او د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو ترمنځ تر هغې ۳۶ ساعته نښتې وروسته شوي، چې لږترلږه د دغو ځواکونو پنځه غړي پکې ووژل شول.

د اندونیزیا استخبارات وايي، پر کلیساوو دا برید د هغو ځايي وسلوالو کار دی چې له اسلامي دولت ملاتړ کوي.

اندونیزیا

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، په ورستیو کې توندلارو انډونیزیا کې څو بریدونه کړي دي.

نښته په هغه زندان کې شوې وه، چې تر ټولو ډېر خوندي ګڼل کېده.

اندونیزیا په نړۍ کې د مسلمانانو له مخې تر ټولو ډېر وګړی هېواد دی.