"اسلام اباد او کابل د افغان جگړې ختمولو په تړاو گډ دريځ ته رسېدو کې پام وړ پرمختگ کړى"
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
اکسرېس ټرېبيون:

د عکس سرچینه، افغان سفارت
پاکستانۍ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې دغه هېواد ته د لوړپوړي افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه ليکلي چې دواړو هېوادونو افغانستان کې د جگړې ختمولو په تړاو يوه گډ دريځ ته په رسېدو کې د پام وړ پرمختگ کړى.
ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په وينا ليکلي چې ډېر پر مختگ په ځانگړې توگه د جگړې د نه پخلا کېدونکو عناصرو يا هغو عناصرو د پېژندنې په برخه کې شوى چې سوله نه غواړي.
ورځپاڼه وايي افغانستان او پاکستان ډېرو کلونو لپاره د ترينگلو اړيکو له پړاوه تېرېدل او دليل په افغانستان کې د جگړې ختمولو په تړاو توپيرونه وو.
په وروستيو مياشتو کې دا حالت وروسته له هغه بدل شو چې دواړه غاړې د شکايتونو د ارزونې پر يوه نوي ميکانيزم سره سلا شول.
ورځپاڼه پرونۍ غونډې ته په اشاره وايي دواړو غاړو په يوه ژبه او ورته ټکو خبرې کولې.
ورځپاڼه وايي خو اصلي ننگونه د دغه حالت ساتل دي او دا د دوى پر ټينگ هوډ تړلې ده چې افغانستان کې د جگړې ختمولو په لور پر مختگ وشي.
نيويارک ټايمز
دغي ورځپاڼې"وچکالي په سخته جگړه کې د راگېر افغانستان کړاوونه ډېر کړي دي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپورکړى.
ورځپاڼه د ملگرو ملتونو هغې وينا ته اشاره کوي چې ويلي یې دي د افغانستان دوه دريمه برخه له وچکالي سره مخ ده او شونې ده چې دوه ميليون خلک له سختۍ قحطۍ سره مخامخ شي.
ورځپاڼه وايي زرگونه کسان د وچکالۍ له امله له خپلو مينو بې ځايه شوي دي.
ورځپاڼې افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري چارو همغګر (همغاړې کوونکي توبي لنزر څرگندونې راخيستي چې بسپڼه ورکوونکو ته وايي "همدا اوس گام واخلئ او د ناورين مخه ډب کړئ، او يا به راتلونکو شپږو مياشتو کې ډېر لگښت پرې کوئ." نوموړي ويلي افغانستان کې د وچکالۍ د زيانونو خطر ډېر لوړ دى.
انډېپنډنټ:
بريتانيايۍ انډېپنډنټ ورځپاڼه وايي د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت د محکمې د حکم سره سره ناقانونه پناه غوښتونکي په مياشتو مياشتو توقيفځيو کې ساتلي دي.
خو د کورنيو چارو وزارت ويلي په توقيفځيو کې د دغو کډوالو ساتل او يا ورته بېړني مېشتځي برابرول يوه خبره ده.
د کورنيو چارو وزارت ويلي که دوى پرېښوول شي چې په خپله خوښه نورو ځايونو ته ورشي نو له بې وزلۍ سره يې د مخامخېدو خطر شته.
ورځپاڼه وايي دا په داسې حال کې ده چې د هغو ادعاو له امله چې گواکې حکومت له ځوانو کډوالو تر لسو زرو پونډو پورې د هغوى د پناه غوښتني د قضايي بهير لگښت اخلي له سخت څار سره مخامخ دى.


















