ميړه خپله مېرمن ۱۶ کاله په کور کې ایساره کړې وه

برتانیا کې هغه میړه زنداني شوی، چې تر ۱۶ کلونو پورې یې خپله مېرمن په کور کې دننه ایساره کړې وه او وهله ټکوله یې.
د برتانیا برمنګهم ښار ۴۷ کلن اوسېدونکي عزیزالرحمان به یوازې د هغه مهال ښځې ته له کوره د وتلو اجازه ورکوله، چې ښوونځي به پرانیستي وو.
ویل کېږي نوموړي به د کور وره کې د دې لپاره د لښتو ټوټې ټومبلې، چې معلومه کړي ښځې یې د بهر وتلو لپاره ور پرانیستی که نه.
ځايي محکمې اوس نوموړي سوداګر ته درې کاله او نهه میاشتې د زندان سزا ورکړې. د نوموړي ۳۶ کلنې مېرمنې زینت بي بي چې په ۲۰۰۰ م کال کې یې له عزیز الرحمان سره واده کړی دی، بي بي سي ته وویل، غواړي چې دغسې حالت سره مخامخ نورې مېرمنې هم خپل غږ پورته کړي:
''ځکه دومره اوږده موده وروسته غږ پورته کوم، چې فکر مې کاوه، څوک به مې خبره و نه مني، ځکه هغه باهر داسې تظاهر کاوه، چې ګواکې موږ خوشحاله میړه، ښځه یو. هېڅوک باید داسې ژوند و نه لري، غږ مو پورته کړئ، پرېږده یو څوک خو پرې پوه شي. ''
هغه زیاتوي:
''د ورزش په الاتو(ډمبلز) پر سر وهل شوې یم، پر پښو مې د څوکۍ ګوزارونه شوي دي، چې له کبله یې پر لار سمه نه شم تلای. ''
عزیزالرحمان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي، خو چارواکي وايي نوموړي خپل کور چارې د زندان په توګه چلولې.

د عکس سرچینه، WEST MIDLANDS POLICE
مېرمن یې زینت بي بي ۲۰۱۶ کال کې هغه مهال پولیسو ته خبر ورکړ چې مېړه یې له هېواده بهر و او بېرته برتانیا ته له ستنېدو وروسته نوموړی نیول شوی دی چې اوس محکمې د زندان په سزا محکوم کړی.


















