بي بي سي د چيچينيا له ناندره ييز مشر سره ځانګړې خبرې کړې

د ویډیو تشریح، بي بي سي د چيچينيا له ناندره ييز مشر سره ځانګړې خبرې کړې
د خپرېدو وخت

د چيچنيا مشر د هغو ادعاوو پر وړاندې ځوابي ګوزار کړی، چې ګنې ده له مصري فوټبال لوبغاړي محمد صلاح د سياسي تبليغاتو لپاره ګټه اخيستې ده. رمضان قديروف د همجنس خوښو د ربړولو او وژلو په ګډون له يو لړ بشري حقونو په سرغړونو تورن دی، چې څو ورځې مخکې يې د چېچنيا پلازمېنه ګروزني کې، چې د مصر لوبډله په کې د فوټبال نړيوالې اتلولۍ روزنيز کمپ لري، د ليورپول له دغه لوبغاړي سره د راڅرګندېدو پروګرام جوړ کړی و. قديروف له بي بي سي سره ځانګړې خبرې کړې دي.