مړه ګڼل شوې مېرمن د روغتون یخچال کې ژوندۍ شوې

د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK
په جنوبي افریقا کې یوه مېرمن چې ډاکټرانو مړه ګڼلې وه، ناڅاپه د روغتون په یخچال کې ژوندۍ شوې ده. د راپورونو پر بنسټ، یاده مېرمن اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
دغه مېرمن د جنوبي افریقا په ګوتینګ سیمه کې د موټر ټکر پېښه کې د ژوبلېدو له امله روغتون ته وړل شوې وه، چې لومړنیو طبي ازموینو مړه ښودلې وه.
د جنوبي افریقا د ټایمز لایو ویبپاڼې د خبر له مخې، کله چې د روغتون پاکوونکی د جسد لیدو ته تللی، وینې چې مړې ګڼل شوې مېرمن سا اخیستل پیل کړي دي.
یوه چارواکي بي بي سي ته منلې چې مړه ګڼل شوې مېرمن دمګړۍ په جوهانسبرګ روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د یادې مېرمن نوم نه دی رسنیز شوی.
د مېرمنې کورنۍ د دې پېښې له امله له روغتونه معلومات غوښتي او په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
د روغتون یوه چارواکي ګیریټ بریډینګ په خبره، دا مېرمن د جون په ۲۴مه د هغو درېوو کسانو په ډله کې شامله وه چې پر موټر وهل شوي وو.
د هغه په خبره، په هغه پېښه کې دوه کسان وژل شوي وو.
دا په روان زېږدیز کال کې د مړه ګڼل شوي کس د بېرته ژوندي کېدو لومړنۍ پېښه نه ده.
په جنورۍ میاشت کې په اسپانیا کې یو زنداني چې ډاکټرانو مړ ګڼلی و، پخپل ځای کې پاڅېدلی و.
کابو اوه کاله وړاندې په جنوبي افریقا کې یو ۵۰ کلن مړ ګڼل شوی کس هم بېرته ساه اخیستل پیل کړي وو.




















