ټرمپ:د روسیې د لاسوهنې په تړاو پلټنې دې سملاسي ودرول شي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ وايي له مانا فورټ سره د شیکاګو تر لوی ګنګسټر هم بدتر چلن کېږي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا ولسمشر دغه هېواد تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې اړوند پلټونو په هکله نوره غوسه ښودلې او وايي دا پلټنې دې سملاسي ودرول شي

نوموړي په یوه لړۍ ټوېټونو کې لیکلي د عدلیې وزیر جېف سشنز باید په دې تړاو پلټنې بندې کړي.

ښاغلی سشنز د ډونلد ټرمپ په ټاکنیزو هڅو کې د ګډون له امله د عدلې وزیر په توګه د خپلې کاري دورې لومړیو کې- چې فشار ور باندې و- وویل، په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې اړوند ټولو پرېکړو ډډې ته کېږي.

ښاغلي ټرمپ پر رابرټ مولر نیوکه کړې او هغه یې یو مخ متضاد بللی دی.

رابرټ مولر په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې او د کرملین او د ټرمپ د کمپاین ترمنځ د اړیکو په تړاو د پلټنو ځانګړی څارنوال دی.

ښاغلی ټرمپ په داسې مهال د عدلیې وزیر لاسوهنه غواړي، چې خپله یې لا پخوا ویلي دا وزارت باید له هر ډول سیاسي لاسوهنې خوندي وي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې د امریکا د ولسمشر ځینې مرستیالان باوري دي چې ښاغلی مولر به ډېر ژر د ولسمشر اړوند د خپلو ۱۴ میاشتیو د پلټونو موندنې ډاګیزې کړي.

ښاغلي ټرمپ په وروستیو ټوېټونو کې د نوموړي د ټاکنیز کمپاین د پخواني مدیر پال مونافورټ پر دوسیه هم نیوکې کړې دي.

د ښاغلي مونافورټ محاکمه دویمې ورځې ته تللې ده.

ښاغلي ټرمپ ویلي له پال مونافورټ سره د شیکاګو تر لوی جنایتکار ال کاپون هم بد چلن کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز وروسته یوه خبرغونډه کې وویل، چې د پلټنو د درولو په هکله د ښاغلي ټرمپ ټوېټونه "کوم فرمان" نه دی.

هغې دا ټوېټونه د ښاغلي ټرمپ نظر وباله او زیاته یې کړه: "زما په اند هغه ښه روښان ویلي چې د دې پلټنو له پیل راهیسې څه احساس لري".

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د مونا فورټ د سې شنبې ورځې د محاکمې کارتون.

۶۹ کلن مونا فورټ د ۲۰۱۶ کال تر اګسټ د دریو میاشتو لپاره د ټرمپ د ټاکنیز مرکز مشر و.

هغه اوکراین کې د سیاسي سلاکارۍ کار کې له مالیې د تېښتې او پر پیسو سپینولو تورن دی.

خو نوموړی د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د نفوذ لپاره د روسیې په ادعا شوو هڅو کې په لاس لرلو تورن نه دی.

رابرټ مولر دا موضوع هم څېړي چې ایا ولسمشر د دې پلټنو په برخه کې ناغېړي کړې که نه.

د اساسي قانون له مخې د امریکا ولسمشر پر عدلیې وزارت پراخ واک لري، ځکه دا اداره هم د امریکا د مجریه قوې برخه ده.

خو د ولسمشر ریچارډ نېکسن په واکمنۍ کې د واټرګېټ له رسوایۍ را هیسې دا اصل منل شوی چې دغه وزارت باید له سیاسي نفوذ پرته وي.

ښاغلي ټرمپ لا پخوا ویلي، دا "خواشینوونکې خبره" ده، چې په دغه وزارت کې لاسوهنه نشي کولی.