"طالبانو د داعش ماتولو کې د امریکا مرسته غوښتې"

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، طالبان د ننګرهار دریو ولسوالیو کې عملیات کوي. عکس پخوانی دی.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

برتانوۍ سن ورځپاڼه وايي طالبانو افغانستان کې د داعش په ماتولو کې له امريکا د مرستې غوښتنه کړې.

د ورځپاڼې په وينا طالبانو د داعش پر وړاندې د پراخې جگړې تابيا کړې او امريکايانو ته یې ويلي چې په ننگرهار کې دې هوايي بريدونه نه کوي، چې د دوى وسلوال د داعش پر وړاندې د جگړې پرمهال ژوبل نه کړي.

ورځپاڼه وايي تمه ده چې د ننگرهار په دريو ولسواليو کې د طالبانو له لوري د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې خونړي عمليات وشي چې څو اوونيو ته به وغځېږي.

د طالبانو سره قطعه به په دغه غرنۍ سيمه کې د جگړې مشري کوي.

دا رپوټونه وروسته له هغه مخې ته راځي چې تېره مياشت د طالبانو او د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيالې الېس وېلز ترمنځ په دوحه کې مخامخ خبرې وشوې.

امريکايي او افغان ځانگړو ځواکونو تېره مياشت په ننگرهار کې د اسلامي دولت نومې ډلې تر ټولو مهم مرکز له منځه يوړ چې په ترڅ کې نژدې ١٧٠ وسلوال ووژل شول.

ډې نيوز:

پاکستانۍ دې نيوز ورځپاڼې ليکلي چې د دغه هېواد پوځ غواړي د اورپکو د خوځښت مخنيوي لپاره پر ډيورند کرښه څار ډېر کړي نو له دې امله په دغه سيمه کې ٦٠ زره نور سرتېري ځاى پر ځاى کوي.

ورځپاڼه وايي پوځي چارواکو بې نومه ورته ويلي چې له دغو پوځیانو٤٠ سلنه یې وار له مخه پر تمرينونو پيل کړى او دا بهير به دوه کاله وخت ونيسي.

ورځپاڼې د پوځي چارواکو په وينا ليکلي چې پر ډيورند کرښې د اغزن مزي غځولو کار ١٣ سلنه بشپړ شوى.

نيويارک ټايمز:

ر

د عکس سرچینه، Rex Features

د عکس تشریح، برتانیا کي پر یوه پخواني جاسوس او د هغه پر لور د زهرجن ګاز د برید غبرګون کې امریکا نوي بندیزونه پر روسیه ولګول.

نيويارک ټايمز پر روسيې د امريکا د نويو بنديزونو موضوع ته کتنه کړې او وايي دا مهم خو نرم گام دى.

ورځپاڼه وايي د بنديزونو د شرايطو له مخې امريکايي شرکتونو ته به روسيې ته د داسې وسايلو د پلور او يا صادرولو حق نه وي، چې ملي امنيت سره بالقوه تړاو ولري، لکه د غازو د توربين انجنونه، برېښنايي پرمختللې وسيلې، او د دغه راز وسايلو د ازموينې توکي.

ورځپاڼه وايي ان که شرکتونه د دې هڅه وکړي چې دا شيان د مشروع موخو لپاره دي خو سخته به وي چې ومنل شي.

امريکايي چارواکو ويلي د دغه بنديز اغېز به پراخ وي خو کارپوهان دا ردوي او وايي د ولسمشر اوباما ادارې وار له مخه روسيې ته د هغو توکو پر لېږد بنديز لگولى و چې د پوځي موخو لپاره کرېدى شي.