یمن جګړه کې پرښکېلو اړخونو د جنګي جرمونو تورونه لګېدلي

د ویډیو تشریح، یمن جګړه کې پرښکېلو اړخونو د جنګي جرمونو تورونه لګېدلي
د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څېړونکو، په یمن کې د جګړې پر ټولو اړخونو تور لګولی دی چې لګیا دي او جنګي جرمونه کوي. په خپل لومړي رپوټ کې، څېړونکي وايي د سعودي په مشرۍ ایتلاف او هوثي یاغیانو ډېر لږ څه کړې دي چې، ولسي خلکو ته تاوان کم کړي. په عین وخت کې، کولرا هم د یمن خلکو ته ستر ګواښ دی خو اوس په دغه هېواد کې داسې یو سیستم کارېږي چې کولرا یې ۹۵ سلنه کمه کړې ده.