"چين افغانستان کې له ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره پوځي پنډغالی جوړوي"

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې لېوا کې به پنځه سوه چینايي سرتېري وي.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د ساوت چينا مارنېنگ پوسټ په نوم چينايۍ ورځپاڼې ليکلي چې چين په افغانستان کې له ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره يو پوځي روزنيز پنډغالى يا کمپ جوړوي.

د ورځپاڼې په وينا ټاکل شوې دا پوځي روزنيز پنډغالي د بدخشان په واخان سيمه کې جوړ شي چې لگښت يې چين ورکوي.

د پنډغالي د جوړولو کار پيل شوى او کله چې بشپړ شي د چينايي پوځيانو يو ٥٠٠ کسيز کنډک به د روزنې لپاره هلته ولېږل شي.

واشنگټن پوسټ:

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ډونلډ ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې څو زره امریکايي پوځیان افغانستان کې زیات شول.

واشنگټن پوست ورځپاڼې امريکا په افغانستان کې دوامداره پراخ پوځي حضور ردوي تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼې د امريکا د دفاع وزير او د لوى درستيزانو د جرگه گۍ د مشر جوزف ډنفورډ پرونۍ خبري ناسته داسې يو کمپاين بللى چې په وينا يې بيا يې ځواک موندلى او موخه يې له ځواکمنو شويو طالبانو سره د جگړې لپاره د افغان ځواکونو مرسته ده.

ورځپاڼه وايي راتلونکې شنبه يا يکشنبه افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو نهم امريکايي قومندان سکاټ مېلر خپله دنده پيلوي چې د امريکا په تر ټولو اوږده جگړه کې د بدلون يو بل ټکى دى.

ورځپاڼې د امريکا د لوى درستيزانو د جرگه گۍ د مشر جنرال ډنفورډ دې څرگندونې ته هم اشاره کړې.

هغه وايي په سويلي اسيا کې تل پاتې ډيپلوماټيکې او امنيتي گټې لري او سيمه کې به د اغېز شېندلو لپاره حضور ولري.

خو د وخت په تېرېدلو سره به د حضور بڼه بدلېږي.

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په هند کې د ځانوژنې په اړه د جوړېدونکي فلم په تړاو مطلب خپور کړى چې ټاکل شوې مشهور هندی فلم جوړونکى مهېش بټ پکې رول ولوبوي.

نوموړي څلوېښت کاله فلمونه ډاېرکټ کړي او دا لوموړى ځل دى چې د کمرې مخې ته راځي.

ورځپاڼې د ښاغلي بټ دا څرگندونې هم راخيستې چې وايي ځانوژنه د ٢١ پېړۍ خپله رامنځته شوې ناروغي او د انسان د فطرت تياره اړخ دى.

دى وايي موږ خپله د ځان تر ټولو لوى دښمنان يو.

هندوستان ټايمز:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

هندوستان ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې د هند د لومړي وزير د وژنې د توطيې په تړاو چې ويل کېږي يوې ناقانونه گرځول شوې ماويستې ډلې له لوري جوړه شوې يو ماويست پلوى ليکوال او فعال او يو ژورنالست هم نيول شوي دي.

د پونا ښار پوليسو د جون پر اتمه محکمې ته ويلي و چې په ډيلي کې د يوه ماويست په کور کې یې داسې ليک موندلى و چې پکې د يوې وسلې او د مردکو د پېرودنې خبره شوې او د هند د پخواني لوموړي وزير راجيو گاندهي وژنې ته د ورته پېښې د شونتيا يادونه شوې وه.