ناڅاپه د مالټې رنګ ارغواني کېدو پوښتنې ته ځواب وموندل شو

د عکس سرچینه، NETI MOFFITT
استرالیا کې ساینسپوهانو هغه معما حل کړې، چې د یوې مالټې تازه جلا شوې ټوټې رنګ ناڅاپه ارغواني شوی و.
په دې اړه د برېسبن یوې اوسېدونکې ښځې نیټې موفیټ د روانې میاشتې لومړيو کې هغه مهال پوښتنه راپورته کړه، چې زوی یې د یوې مالټې نیمه ټوټه خوړلې وه، او د نیمې پاتې برخې رنګ ناڅاپه ارغواني واوښت.
اوس ساینسپوهانو ویلي، هغه نوې تېرې شوې چاړې ته د طبیعي غبرګون پایله کې چې ماشوم پرې مالټه پرې کوله د مالټې رنګ بدل شوی دی.
د کوینزلنډ عامې روغتیا مشر سټېوارټ کارسویل وايي، دوی یو شمېر معاینات د دې لپاره وکړل، چې د مالټې رنګ اوښتو سبب معلوم کړي او په وینا یې له معایناتو وروسته معلومه شوه، چې انثوسيان نومي ماده په مالټو کې په طبیعي توګه د رنګ بدلون لامل کېږي، چې د نوې تېرې شوې چاړې اوسپنیزو ذراتو ته یې غبرګون څرګند کړی دی.
مېرمن موفیټ دغه څېړنه 'عالي ' بللې او وايي کله چې نیمې خوړل شوې مالټې رنګ واوښت، لومړی فکر یې په ذهن کې د خپل ماشوم د روغتیا په تړاو وروګرځېد.
بل لور ته د چهارشنبې پر ورځ ښاغلي کارسویل دغه څېړنه فوق العادي بللې:
''موږ د وینې، بولو، اوبو، خاورې، خوړو او کبانو پر بېلګو معاینات کړي دي، خو دا لومړی ځل و، چې د مالټې یوې ترې یا ټوټې معاینات کوو . ''

د عکس سرچینه، NETI MOFFITT
د کونیزلنډ ځايي چارواکي وايي، د ماشوم کورنۍ ته یې ډاډ ورکړی و، چې دغه مالټه یې د زوی روغتیا ته کوم زیان نه اړوي.


















