چین د ټرمپ ادعا رد کړه
د خپرېدو وخت
چین د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تور رد کړی دی چې وايي بېجېنګ هڅه کوي، په امریکا کې د نومبر میاشت، کانګرس ټاکنو کې مداخله وکړي. ښاغلي ټرمپ ويلي دي چین نه غواړي چې د ده جمهوري پال ګوند یې وګټي ځکه هغوی چین د سوداګرۍ پر مساله ننګوي. ډانلډ ټرمپ دا خبرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې کړې وې. هغه غونده د لومړي ځل لپاره ده پر مخ وړله.