مقدونیه کې د هېواد نوم بدلولو ټولپوښتنه
د خپرېدو وخت
مقدونیایان یوې ټولپوښتنې کې په دې رایه ورکوي چې ایا د هېواد نوم یې شمالي مقدونیې ته واړوي که نه؟
له دې سره غواړي یونان سره خپله نږدې دېرش کلنه لانجه پای ته ورسوي. آټن وايي که نوم بدل شو نو دوی به د مقدونیې پر هغو هڅو خپله ویټو لرې کړي چې غواړي له اروپايي ټولنې او ناټو سره یو ځای شي.
مقدونیې کې د ملتپال ګوند د مشر په ګډون د مخالف ګوند ډېرو غړو له دغې ټولپوښتنې سره باېکاټ کړی.