ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي استعفا وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د استازې نیکي هیلي استعفا منلې ده، خو د روان کال تر پایه به ملګرو ملتونو کې پاتې کېږي.
ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، نیکي هیلي به چې "دنده یې په ښه ډول ترسره کړه" راتلونکی کال خپله دنده پرېږدي.
۴۶ کلنې نیکي هیلي چې د ټرمپ په اداره کې یوه له هغو ښځو وه، چې لوړه څوکۍ ورکړل شوې وه، د خپلې دندې پرېښودو لامل نه دی روښانه کړی.
نوموړې له دوو کلونو راهیسې ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ده.
نیکي هیلي هغه ګنګوسې رد کړې چې ګني د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماندوي. هغې خبریالانو ته وویل، دا د "دغه کس" ملاتړ کوي او ټرمپ ته یې اشاره وکړه.
نوموړې رسماً د خپلې استعفا تر اعلانولو وړاندې پر ټویټر خپلې استعفا ته اشاره کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټرمپ وویل، هیلي شپږ میاشتې وړاندې ورته ویلي وو چې ګني غواړي یوه موده ارامه ژوند وکړي.
ولسمشر ټرمپ زیاتوي، نیکي هیلي ده ته ډېر ارزښت لري "هغه په خپل کار کې عالي وه، ښه ښځه ده او بل ښه والی یې دا دی چې ژر په خبره پوهېږي."
ټرمپ وايي، تر درېیو اونیو پورې به د نیکي هیلي ځایناستی وټاکل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هیلي په تېره اپرېل میاشت کې له سپینې ماڼۍ سره هغه مهال خوابدې شوه چې د ټرمپ یوه مرستیال وویل، نیکي هیلي د روسیې پرضد بندیزونو لګولو کې بیړه کړې ده.
هیلي له هنده د یوې کډوالې کورنۍ غړې ده، چې لومړي سر کې یې کله چې د ساوټ کارولینا ایالت والۍ وه، د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مخالفت کاوه.
په تېر ډیسمبر کې یې وویل، هغو ښځو ته باید "غوږ" شو چې ټرمپ په جنسي ځورونې توروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغې دا هم ویلي وو چې د ټرمپ خبرې په نړیواله کچه اړدوړ رامنځ ته کوي.
جمهوریپالو د هغې د استعفا هرکلی کړی.



















