له طالبانو سره د سولې لپاره امریکا ته د سعودیانو سپارښتنې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
سعودي ګازیت ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره روانو هڅو ته ځانګړې کړې او زیاتوي امریکا دې داسې د منلو وړ حل لارې په لټه کې شي چې د افغان دولت حاکمیت تر پوښتنې لاندې را نه ولي.
ورځپاڼه له افغانستان د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو او د طالبانو رژیم له ړنګېدلو وروسته نظام په رامنځته کولو کې د منځګړو رول ته اشاره کوي او زیاتوي چې طالبانو سره د خبرو په دې پړاو کې تر ټولو ډیر او مهم رول منځګړي لوبوي.
سعودي ګازیت لیکي په لومړي پړاو کې به د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لپاره د باور فضا رامنځته کولو ضرور وي.
د هند، چین او روسیې نږدې کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
ډان ورځپاڼې د هغه څه په اړه چې ځینې یې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ پرسر جړې ته په کتو نوې سړه جګړه بولي یو تحلیلي مطلب خپور کړی.
ډان لیکي چې که هند روسیې او چین ته لا ډیر نږدې شي نو دا به په سیمه کې سیاسي او اقتصادي تړاوونه بدل کړي:
"او که هند او چین سره نږدې کیږي نو دا به په دې مانا وي چې د پاکستان او هند ترمنځ هم روغه جوړه کېدی شي او په دې سره سیمه ییز تړاو په واقعیت بدل شي".
لیکوال وايی دا سمه ده چې د ده په وینا اوسنۍ سړه جګړه ډیره پيچلې ده خو هیله دا ده چې ډیر به نه اوږدیږي.
ادلب کې وسلواله ډله

د عکس سرچینه، EPA
ترکۍ ورځپاڼې حریت لیکلي د سوریې تر ټولو لویې وسله والې ډلې په نامستقیمه توګه تیاری ښودلی چې د ادلب ولایت پر سر د ترکیې او روسیې ترمنځ شوې هوکړه به ومني.
د روسیې او ترکې ترمنځ هوکړې پر دغه ولایت چې د مخالفانو وروستۍ مورچل بلل کیږي د روسیې په ملاتړ د حکومتي ځواکونو د پراخو عملیاتو مخه ونیوله.
ورځپاڼه لیکي تحریر الشام ډلې ویلي له یو لړ مشورو ورسته یې د دې هوکړې منلو ته غاړه ایښې ده.
حریت لیکي دغې ډلې په ښکاره د شوې هوکړې منلو ته نه ده غاړه ایښې خو په یوه بیانیه کې یې ویلي د دې سیمې د اوسیدونکی به خوندي کوي او د ښکیلو خواوو هڅې ستايي، خو هغه بهرنیان وسله والو نه شي هیرولی چې له نورو هېوادونو ددوی مرستې ته راغلي دي.


















