يمن کې بشري ناورين
د خپرېدو وخت
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په یمن کې ۱۳ میلیونه خلک د لوږې له خطر سره مخامخ دي. دغه اداره وايي که یې غم و نه خوړل شي نو دا به په یوه پېړۍ کې تر ټولو بد ناورین وي.
ملګري ملتونه وايي پر دغه هېواد باید هوايي بریدونه و درول شي. دا بریدونه د سعودي په مشرۍ ایتلاف کوي. د ملګرو ملتونو په وینا همدا د ولسي خلکو کړاو بیخي ډېروي . پام مو وي چې په دې رپوټ کې ځینې داسې برخې شته چې ښايي خوابدي مو کړي.