د لیسټر سیټي څښتن د چورلکې لوېدو کې وژل شوی

د عکس سرچینه، PA
لیسټر سیټي منلې ده چې څښتن یې او تایلنډۍ میلیاردر ویچای سريوادهاناپرابها او څلور نور کسان د انګلیسي لوبډلې لوبغالي بهر د چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي دي.
په وژل شویو کې پیلوټ هم دی.
پېښه د شنبې په ماخوستن اته نیمې بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې چورلکه له پورته کېدو شېبه وروسته ولوېده.
عیني شاهدانو وویل، چورلکه تر لیسټر لوبډلې تر سټوډیوم پورې په هوا کې وه چې په لوېدو سره یې اور واخیست.
لیسټر د انګلستان یو مرکزي ښار دی. ددغه ښار د فوټبال لوبډله ۱۳۴ کلن تاریخ لري.
سټوډیوم کې زرګونه ګېډۍ ګلان له ویچای سره د غمشریکۍ په پار اېښودل شوې دي.
یوه عیني شاهد ویلي، د لیسټر لوبډلې یو لوبغاړی یې ولید چې له لوبغالي بهر یې د الوتکې د لوېدو ځای ته منډې وهلې.
ځینې عیني شاهدانو ویلي، چې د الوتکې په لوېدو سره له الوتکې د اور یوه لمبه پورته شوه.
د سريوادهاناپرابها د ملکیت په دوران کې لیسټر سیټي پر انګلیسي لوبډلې په ۲۰۱۶ کال بریالۍ شوه.

د عکس سرچینه، POLISH EMBASSY/FACEBOOK
یوه عکاس ریان براون چې لوبغالي کې یې عکاسي کوله ویلي، چورلکه یې په کینګ لوبغالي کې تر لوېدو مخکې ولیده.
هغه د بي بي سي "لایف ۵" رادیويي پروګرام ته ویلي "د چورلکې ماشین ودرېد سرمې راپورته کړ چې یو تیز غږ مې واورېد او بیا چاودنه وشوه".

د عکس سرچینه، Jamie Cooper/HiOptic

د عکس سرچینه، EPA/TIM KEETON

د سکای نیوز سپورت شبکې خبریال راب ډورسټ ویلي، چورلکه له لوبغالي پورته شوه. څو ثانیې وروسته یې پیلوټ کنټرول له لاسه ورکړ.
یوه بل عیني شاهد ویلي، ښکارېده چې د چورلکې شاتنۍ برخې کار پرېښود، همدا وو چې وچورلېده او بیا ولوېده.

د عکس سرچینه، Pete White
ویچای سريوادهاناپرابها څوک دی

د عکس سرچینه، LEICESTER CITY FOOTBALL CLUB
- د څلورو ماشومانو پلار
- میلیاردر او کینګ پاور نړیوالې ټولنې بنسټګر
- فوربس مجلې په تایلنډ کې د شتمنو کسانو د نوملړ پنځم کس بللی
- په ۲۰۱۰ کال یې لیسټر سیټي د ۳۹ میلیون پونډو په مقابل کې واخیست
- د لیسټر سیټي په مشرۍ کې دغه کلپ په ۲۰۱۶ کال پر انګلیسي کلپ بریا ومونده



















