له مومپلیو سره حساسیت مو وژلی هم شي

مومپلي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینو ته به رښتیا هم دا خبره ټوکه ښکاري. خو له مومپلیو سره حساسیت کولی شي د یو کس ژوند واخلي
د خپرېدو وخت

مرګ رښتیا هم چې سخت دی. د مرګ وېره هم انسان ذهناً نارامه کولی شي.‌ خو پوښتنه دا ده چې څومره وېره یې پکار ده. ایا داسې کس مو لیدلی چې له نجلۍ خوله اخیستل هم ورته په مرګ تمامېدلی شي؟

۲۲ کلن اولي وېدرال له همدې وېرې کړېږي،‌ او دا وېره یې بېځایه هم نه ده.

دی د انګلستان په سري ښار کې اوسي.

ستونزه یې دا ده چې له مومپلیو سره الرجي یا حساسیت لري. که یې یوه ذره مومپلی هم پره ژبه ولګېد نو په لوی جنجال یې اخته کولی شي.

دی د خپل حساسیت په اړه وایي:

‌‌‌"په کوچنیوالي کې مې یو ځل مومپلي خوړلي وو. ناڅاپه مې د خولې لاړې ټینګې شوې. ساه مې بندېدله. دا یوه جدي ستونزه ده.‌ هغه کسان چې کوم شي سره حساسیت نه لري ښایي دا خبره یې زړه ته ونه لوېږي. خو خلکو له دې کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی".

اولي

د عکس سرچینه، Oli Weatherall

د عکس تشریح، اولي وېدرال له مومپلیو سره الرجي یا حساسیت لري، او له همدې کبله له نجونو په احتیاط خوله اخلي

ځینو ته به رښتیا هم دا خبره ټوکه ښکاري. خو له مومپلیو سره حساسیت کولی شي د یو کس ژوند واخلي. د اولي لپاره د کوچنيوالي هغه تجربه وېروونکې وه،‌ او د ده ټول ژوند یې بدل کړ.

اولي وایي، د مومپلیو له خوړلو وروسته یې پر پوستکې سرې دانې را وختلې.‌ کورنۍ یې اړه شوه چې روغتون ته یې ورسوي.‌

دا هم ا ړینه نه ده چې تاسې دې خامخا مومپلي خوړلي وي. بلکې که ملګرې مو هم خوړلي وي او تاسې ورنه خوله واخلئ نو په جنجال اخته کېدلی شی.‌

اولي له همدې کبله له نجونو سره احتیاط کوي. دی که په سفر ځي نو په هوټل کې پوښتنه کوي چې په خواړو کې خو به مومپلي نه وي کارول شوي.‌

که په الوتکه کې سفر کوي نو هم همدا پوښتنه کوي،‌ او که له کومې نجلۍ سره ملګرتیا هم پیلوي نو خپله ستونزه ورته سپینه وایي.

اولي شکایت کوي چې له مومپلیو سره حساسیت ژوند ورته سخت کړی دی. دی ځینې وخت نشي کولی د خپلې خوښېخواړه وخوري. د بېلګې په توګه هندي خواړو سره احتیاط کوي، ځکه ډېر کله مومپلي پکې کارېږي.‌ نو له مجبورې ورځې تل په کور کې ډوډۍ خوري.

د برتانیا د قانون له مخې د رستورانونو څښتن باید خبر وي چې په خواړو کې یې کوم مواد حساسیت پیداکولی شي.

خو اولي وایي، ځینې وخت په رستورانت کې کم تجربه یا نوي خلک کار کوي، او ټول پر دې حساسو مسایلو نه وي‌ خبر.‌ له همدې کبله دی ډېر احتیاط کوي، او ډېری وخت یوازې هغه خواړه اخلي چې ورباندې پوره باوري وي.

.

د عکس سرچینه، Oli Weatherall

د عکس تشریح، د برتانیا د قانون له مخې د رستورانونو څښتن باید خبر وي چې په خواړو کې یې کوم مواد حساسیت پیداکولی شي.

په برتانیا کې د بندو یا په یخچال کې اېښودل شویو خواړو پر پاکټونو هغه ټول مواد لیکل شوي وي چې پکې کارېدلي.

خو دا قانون د دې هېواد په ټولو خوړنځایونو کې نه پلی کېږي. ‌په دې وروستیو کې له خواړو سره د حساسیت له کبله ځینو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی، او له همدې کبله برتانیا کې اوس دا موضوع یو څه حساسه او ناندیزه شوې ده.‌