ماکرون ولیعهد محمد ته: ته زما هېڅ خبره نه اورې

محمد بن سلمان ماكرون

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، محمد بن سلمان ارجنټاین کې د شل هېوادونو سرمشریزې څنډه کې له ښاغلي مکرون سره دا خبرې کړې دي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون ارجنټاین کې د نړۍ ۲۰ سترو اقتصادي ځواکونو سرمشریزې څنډه کې د سعودي له ولیعهد سره وکتل چې خبرو یې د خواله رسنیو د سر ټکي شول.

د جمعې په ورځ د الیزیه ماڼۍ چارواکو وویل، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ویلي اروپایان د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په تړاو ځانګړو څېړنو کې د نړیوالو کارپوهانو په شریکولو ټینګار لري.

یاد چارواکی زیاتوي چې د فرانسې د ولسمشر او ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ پنځه دقیقو خبرو کې مکرون د جمال خاشقجي د وژلو په اړه ولیعهد ته خپل ټینګ پیغام ورساوه او دا چې په یمن کې د روان وضعیت لپاره یو سیاسي حل ضروري دی.

د سعودي "سبق" او "ګازیت" ورځپاڼو د مکرون او محمد ترمنځ د خبرو یوه وېډیو خپره کړې ده چې د دواړو سرونه یو او بل ته ډېر نژدې دي او مکرون د بن سلمان سترګو ته ګوري خو محمد بن سلمان موسکی موسکی کېږي.

پر خواله رسنیو خپره شوې وېډیو لاس په لاس شوې ده.

خبرې:

محمد بن سلمان: مه اندېښمنېږه

مکرون: زه د اندېښنې احساس کوم ځکه چې...

محمد بن سلمان: ما ته یې وویل،‌ له تا مننه

مکرون: نه غواړم..

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

محمد بن سلمان: نه

مکرون: ته زما هېڅ خبره نه اورې

محمد بن سلمان: طبعاً اورم یې

مکرون: خیر دی،‌ ددې کار به یوه چاره وکړو

مکرون: زما د خبرو درناوی باید وشي