جورج بوش 'پلار' په ۹۴ کلنۍ ومړ

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش 'زوی' اعلان کړی چې پلار یې - د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش 'پلار' په ۹۴ کلنۍ ومړ.
د بوش کورنۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ایس ار مشهور جورج بوش 'پلار'، د جمعې په ماښام مړ شوی دی.
نوموړی مخکې له دې چې په ۱۹۶۴ کال د جمهوریپالو له خوا سیاست ته ننوځي، د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال ټکساس کې پیلوټ و.
په تېره اپرېل میاشت کې نوموړی د خپلې مېرمنې باربرا له مړینې یوه اونۍ وروسته روغتون ته لېږدول شوی و.
جورج ایچ ډبلیو بوش د ۱۹۸۹ کال جنورۍ کې د امریکا د ۴۱م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters
نوموړي وړاندې اته کاله د ولسمشر رونالډ ریګن مرستیال پاتې شوی
نوموړی داسې مهال سپینې ماڼۍ ته ورسېد، چې په ختیځه اروپا کې کمونیزم د پرځېدو په حال کې و او له پخواني شوروي اتحاد وروسته امریکا د نړۍ یوازېنی لوی ځواک ګڼل کېده.
سیاسي ژوند
- ۱۹۶۶: استازو جرګه کې یې څوکۍ وګټله
- ۱۹۷۱: نېکسون ملګرو ملتونو د خپل هېواد سفیر وټاکه
- ۱۹۷۶: فور: د سي ای اې مشر وټاکه
- ۱۹۸۱- ۱۹۸۹: د رونالډ ریګن ولسمشرۍ پرمهال مرستیال ولسمشر شو
- ۱۹۸۹-۱۹۹۳: د امریکا ولسمشر؛ د خلیج لومړۍ جګړه کې یې مشري کوله او به ختیځ بلاک کې د کمونیزم ړنګېدل پیل شول

د عکس سرچینه، Getty Images
جورج هیربرټ واکر بوش د ۱۹۲۴ د جولای پر ۱۲مه د ماساچوسټ ایالت به میلټن کې زیږېدلی و. پلار یې بانک کې پانګوال و چې وروسته امریکا کې سناتور شو.
نوموړي په رضاکارانه ډول د امریکا سمندري ځواک کې له پیرل هاربر وروسته دنده پیل کړه.
نوموړی په ۱۸ کلنۍ کې د امریکا د هوايي ځواک افسر او بیا پیلوټ شو.
پر جورج ډبلیو بوش د ۱۹۴۴ کال سپتمبر کې د بمبار پرمهال برید وشو. د نوموړي الوتکه لوخړو کې پټه شوه اور یې واخیست او دواړه وزرونه یې وسوځېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images


















