د عمران خان پر خور څه تورونه لګېدلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شهزاد ملک
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د پنجشنبې پر ورځ اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خور علیمه خان محاکمې لومړی پړاو پیل شو. بي بي سي هڅه کړې، معلومه کړي چې د لومړي وزیر پر خور څه ډول تورونه لګېدلي او د دغو تورونو غبرګون کې د هغې دریځ څه دی؟
پر علیمه خان تور پورې شوی، چې د متحدو عربي اماراتو دوبۍ کې یې د خپل جایداد ارزښت د مالیې ورکړې په اسنادو کې له سره یاد کړی نه دی.
نوموړې د پاکستاني حکومت له لوري د سږ کال جون جولای میاشتو کې د عامې معافۍ له پلانه هم ګټه نه ده اخیستې.
د پاکستان اقتصادي مسایلو خبریال شهباز رانا وايي، که علیمه خان له هغې معافۍ ګټه اخیستې وای، د جایداد د ارزښت دوه یا درې سلنه مالیه یې ورکړې وای، جایداد به یې رسمي شوی وای، خو په وینا یې هغې داسې نه دي کړي.
د علیمه خان دریځ
که څه هم علیمه خان تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه محکمې ته په لیکلې بڼه څه نه دي ورکړي، خو د پاکستان څېړنیزې ادارې ایف بي ار چارواکو په وینا علیمه خان وايي، وکیل یې ورته ویلي و چې د خپل جایداد ارزښت څرګند نه کړي. وکیل یې دا هم ورته ویلي وو چې دې سره به درنه جریمه پرې ولګېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان قاضي القضات ثاقب نثار پخپله د علیمه خان قضیې څېړنې امر کړی او له ایف بي ار چارواکو یې هم معلومات غوښتي دي.
د ایف بي ار دریځ
ایف بي ار چارواکي دا هم وايي، چې علیمه خان له هېواده بهر د خپل جایداد ارزښت ۲۵ سلنه د جریمې او مالیې په بڼه ورکړې، خو دوی د علیمه خان د جایداد ارزښت او هغو پېسو اندازه نه ده یاده کړې، چې نوموړې حکومت ته ورکړې.

د عکس سرچینه، SUPREME COURT OF PAKISTAN
له هېواده بهر د علیمه خان جایداد پټولو موضوع هغه مهال رابرسېره شوه چې د پاکستان سترې محکمې له لوري بهر کې د پاکستانیانو جایدادونو او بانکي حسابونو پلټنه پیل شوه.
محکمې ته د داسې اته سوه پاکستانیانو نوملړ وړاندې شو، چې بهرنیو بانکونو کې حسابونه لري او دبۍ یا نورو ځایونو کې د جایدادونو څښتنان دي.
چارواکي وايي، دغه نوملړ کې د علیمه خان نوم هم څرګند شو، چې دوبۍ کې یو اپارتمان لري او د مالیې اسنادو کې یې نه دی یاد کړی. د ایف بي ار په یوه نوي نوملړ کې اوس د داسې ۱۱۰۰ کسانو نومونه راغلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې قانوني ماهرین وايي، د پخواني لومړي وزیر نواز شریف او علیمه خان د قضیو پرتله کول ځکه مناسب نه دي، چې نوازشریف دوبۍ کې د اوسېدو (اقامه) درلودلو او ثبوتونو پټولو له کبله معطل شوی و او علیمه خان کومه رسمي دنده نه لري او نه یې هېڅکله درلوده.


















