پاکستان کې د لسګونو غیر دولتي موسسو پر تړلو اندېښنې

د ویډیو تشریح، پاکستان کې د لسګونو اين جیو ګانو د ایستلو پر مسالې اندېښنې.
د خپرېدو وخت

په پاکستان کې ديپلوماتانو له دغه هېواده د لسګونو اېن جي او ګانو یا غیر دولتي موسسو د ایستلو پر مسالې اندېښنه ښودلې ده.

په دې غېر دولتي ادارو کې نیمايي د لویدیځ دي. دې ټولو داسې پروژې پر مخ وړلې چې عامو خلکو ته یې ګټه وه.

په دوی کې Action Aid، Plan International او World Vision. شاملې دي.

پاکستانی حکومت وايي دې ادارو پر وخت خپل اسنادو نه و بشپړ کړي خو اندېښنې دي چې دا کار پر مدني ټولنه برید دی.