د وژل شوې ماشومې زینب په کلي کې
د خپرېدو وخت
تېر کال دا وخت په پاکستان کې د زینب په نامه د یوې شپږ کلنې نجلۍ جنسي تېري او بیا یې وژل په ټوله نړۍ کې غوغا جوړه کړه. د زینب په ښار کې قهرجنې مظاهرې وشوې. د نړۍ په لروبر کې خلکو پر ټولنیزو رسنیو د زینب په حق کې انصاف غوښت. ډېریو هیله درلوده چې د زینب قضیه به په پاکستان کې له ماشومانو سره چلند ته د خلکو پام واړوي. خو ایا په دغه هېواد کې یې څه بدل کړې دي؟ د بي بي سي خبریال سکوندر کرماني د زینب کلي ته ورغلی.