داسې ګرځبندیز چې یوازې پر ځوانانو لګول شوی

فنلنډ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د سویل لویدیځ فنلنډ 'لیتیلا ' ښارګوټي چارواکو د ښوونځي عمر په ماشومانو له ماښام سره سم د ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګولی.

د چارواکو دغه بې ساري ګرځبندیز ناندرۍ هم پارولې، خو چارواکي وايي، ډېرو خلکو یې ملاتړ کړی دی.

د 'وایلي ' نومې خپرونې رپوټ کې ویل شوي چارواکي وايي، له اوو تر ۱۳ کلنۍ پورې ماشومان باید د ماښام له اووه نیمو بجو مخکې کورونو ته ستانه شي او له دې د زیات عمر زده کونکي باید د ماخوستن له نهو بجو وروسته له کورونو بهر پاتې نه شي.

د رخصتیو په ورځو کې بیا د لومړي ګروپ ماشومان د ماخوستن تر اته نیمو او د دویمې ډلې زده کونکي د شپې تر ۱۱ پورې د بهر ګرځېدو اجازه لري.

بل لور ته د لیتیلا پوهنې ادارې مشر توماس کانکانپا وايي، دغه ګرځبندیز 'غیر رسمي ' دی او د خلکو په همکارۍ پورې تړلی، ځکه په وینا یې ښاروالۍ شورا په قانون کې د جبري ګرځبندیز ممنوعیت له کبله یوازې دغه ډول 'وړاندیز کولای شي. ' هغه وايي:

''اصلاً هدف دا دی چې والدین د خپلو اولادونو او ځوان کول خیر ښېکړې ته متوجه شي او د کورنیو ټول غړي د ماښامونو له ګډې ناستې خوند واخلي. ''

نوموړی زیاتوي دې لړ کې یې له چا شکایت نه دی اورېدلی، بلکې خپله زده کونکي په ښوونځیو کې د بې خوبۍ شکایتونه کړي دي.

د ګرځبندیز د دغې پرېکړې انګیزه د ځوانانو خیر ښېګړې سازمانونو، کلبونو، ښوونځیو، پولیسو او ځوانانو د استازیو له لوري په شریکه مخې ته راغلې.

خو د فنلنډ ټول خلک له دغې پرېکړې خوښ نه ښکاري. د پوروو ښارګوټي ځوانانو شورا ۱۸کلنې پیپسا کایکونین د 'یالې ' سویډش ژبې څانګې ته ویلي، د ګرځبندیز دغه راز پرېکړه چې له دې مخکې ایسلنډ کې هم شوې وه، ښايي د فنلنډ لپاره هغومره ګټوره نه وي:

''دا ښايي له ښه نیته شوې پرېکړه وي، خو زه فکر کوم ښايي ډېر ځوانان به دا پر ځان بندیزونه وبولي او داسې فکر به وکړي چې لږ تر لږه حقونه یې تر پښو لاندې شوي او ازادي ورنه اخیستل شوې ده. ''

د چارواکو دغه بې ساري ګرځبندیز ناندرۍ هم پارولې، خو چارواکي وايي، ډېرو خلکو یې ملاتړ کړی دی.

د عکس سرچینه، WWW.LAITILA.FI

د عکس تشریح، د چارواکو دغه بې ساري ګرځبندیز ناندرۍ هم پارولې، خو چارواکي وايي، ډېرو خلکو یې ملاتړ کړی دی.

نوموړې وايي، د دوی په ښار کې دا موضوع یوازې د انلاین بحثونو تر حده توده ده، ځکه په وینا یې هلته بهر پاتې کېدل د ملګرو، دوستانو په چلند پورې اړه لري:

''که ملګري مو غواړي بهر پاتې شي، بیا موږ هم غواړو تر ناوخته پورې له کوره بهر پاتې شو. ''